کور / تازه خبرونه / د هلمند له پخواني والي محمد نعيم سره دې حساب وشي

د هلمند له پخواني والي محمد نعيم سره دې حساب وشي

د هلمند مدني ټولنې مشر او غړيو يې د ملي يووالي د حکومت له مشرانو ټينګه غوښتنه وکړه چې د هلمند له هغه چارواکو سره دې حساب وکړي چې د خپل ماموريت په موده کې يې دلته له دندې ناسمه ګټه اخيستې او په پراخ فساد کې ښکېل و.
د يادې ټولنې مشر او غړيو يې وروسته له هغه غبرګون وښود چې د هلمند لپاره نوي والي وټاکل شو او پخوانی والي مرکز کابل ته ولاړ.
د هلمند مدني ټولنې غړيو د روانې اونۍ په پيل کې د ولايتي شورا سره د يوې ګډې همکارۍ تړون لاسليک کړ، چې پر مهال يې د هلمند له سرپرست والي او نورو سرپرستو مشرانو سره د جدي حساب پرېکړه وکړه.
د دغه ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي د هلمند پخواني والي حاجي محمد نعيم سره دې جدي حساب وشي.
همدرد وويل: ((موږ او ولايتي شورا په ګډه پرېکړه کړې وه، چې د هلمند له والي سره به حساب کوو، بې حسابه مرکز ته نه سي راڅخه تللی، پرون والي خلکو ته ويلي و چې درې ورځې وروسته له هلمنديانو رخصت اخلم، خو نن موږ خبر سولو چې والي صيب په پټه تللی دی.))
د هلمند مدني ټولنې يو شمېر نورو غړيو له ولسمشر محمد اشرف غني ټينګه غوښتنه وکړه چې په هلمند کې دې له يو شمېر سرپرستو رئيسانو او لوړ پوړو چارواکو نه د غلا او غصب په اړه پوښتنې ګروېږنې وکړي.
دوی په پخواني والي تور پورې کړ چې د هلمند ځمکې يې غصب او وپلورلې.
هلمند مدني ټولنې د ملي يووالي د حکومت له جوړېدو تر دې دمه څو څو وار له مرکزي حکومت هلمند ته د نوي والي د ټاکل کېدو غوښتنې کړي.
د هلمند د پخواني والي محمد نعيم د کار موده په داسې حال کې ختمه شوه چې د راپورونو له مخې د هلمند لپاره ميرزاخان رحيمي د نوي والي په توګه ټاکل شوی.