کور / تازه خبرونه / کندهار: وسله واله نښته ۱۵ ساعته ته وغزېده

کندهار: وسله واله نښته ۱۵ ساعته ته وغزېده

په کندهار کي د تيري شپي نښته تر اوسه هم دوام لري، نښتي نژدې ۱۵ ساعته دوام کړی او اوس هم روانه ده.
تېره شپه اته بجې د کندهار ښار د څلورمي امنتي حوزې اړوند د دارالمعلمين په ساحه دوه وسله وال يوې وداني ته ختلي او تر اوسه له افغان ځواکونو سره په مقامت کي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چي تر دې مهال په پېښه کي درې پوليس زخميان سوي او يوه ميرمن وژل سوې ده.
خو يوه باوري سرچينه بيا وايي، چي په پېښه کي شپږ پوليس زخميان سوي، يوه ميرمن او دوه نور پوليس وژل سوي دي.
سيمه دامهال د امنتی ځواکونو له لوري کلابنده ده او هيچا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د کندهار امنتي مسولين د نښتي د اوږدېدو لامل په سيمه کی د ملکي کسانو او د درالمعلمين په ليليه کي د محصلينو ژغورل يادوي.
د کندهار امنيه قومانداني وايي، چي دامهال يې له سيمي ملکي کسان او د ليليلې څخه محصلين ايستلي او د دوو جنګياليو د له منځه وړلو لپاره يې سخت عمليات پيل کړي دي.
د بريدونو مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او پکښي افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کوي.