کور / تازه خبرونه / کندهار والي د اقتصادي چارو شورا جوړه کړه

کندهار والي د اقتصادي چارو شورا جوړه کړه

کندهار والي د اقتصاد د پياوړتيا او په دې برخه کي د موجوده ستونزو د له منځه وړلو په موخه د اقتصادي چارو شورا جوړه کړه.
د شورا لومړۍ ناست تېره ورځ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په مشرۍ جوړه سوې وه چي پکي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي او يو شمېر نورو رئيسانو او تجارانو ګډون کړی وو. په دې شورا کي به د ولايت مقام تر څنګ د کندهار پوهنتون، ملي راډيو ټلوېزيون، اقتصاد رياست، کليو پراختيا رياست، کرني او مالدارۍ رياست، سوداګرۍ او صنايعو خوني رياست ، د پانګه والو د ملاټر اداره آيسا او د صنعتکارانو اتحاديه غړيتوب لري. دغه شورا به اقتصادي طرحي، د اقتصادي پراختيا په وړاندي د ستونزو پر هواري او يو شمېر نورو اړوندو مسايلو کار کوي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل چي د اقتصادي چارو د شورا په مرسته به پانګه والو ته زمينه برابره کړي، تر څو هغوی په ښه زړه پانګونه وکړي او د هغوی د تجارت او پانګوني په وړاندي پراته خنډونه به له منځه يوسي. نوموړي زياته کړه چي کندهار یو زراعتي ولايت دی چي د زراعت د پراختيا لپاره به هلي ځلي وکړي.
د غونډي په پای کي د دې شورا ګډونوالو خپل نظريات سره شريک کړل او پر يو شمېر مهمو ټکو سره وږغېدل.