کور / خبرتیا او پيغامونه / دپښتو نړیواله ورځ په هالنډ کي

دپښتو نړیواله ورځ په هالنډ کي

دهالنډ هيواد د زوايندريخت ښار دافغانانو کلتوري ټولنه په نظرکي لري د رواني مۍ مياشتي په ۳۰ نيټه ( شنبه ) دپښتو نړی واله ورځ ولمانځي .
دغونډي لومړی برخه په هالنډ کي دافغانانو دبېلابېلو ټولنو استازو ويناوو ته بېله سوېده او په دوهمه برخه کي ټنګ ټکور او ملي اتڼونه هم په نظر کي نيول سوي دي .
په هالنډ، بلجيم، جرمني او نورو اروپايي هيوادونو کي مېشتو افغانانو ته بلنه ورکول کېږي، چي په دغه غونډه کي په خپل ګډون سره دخپلي ژبي په وړاندي خپلهدنده ترسره کړي .
دغونډي ادرس او وخت:
مازديگر ١٨:٠٠ بجي- شنبه د مى د مياشتي ديرشمه
Wijkaccommodatie Xiejezo
Groote Beerstraat 10
3331 TB Zwijndrecht
Nederland