کور / تازه خبرونه / جنرال رازق ته لېږل سوی ځانمرګی ماشوم ژوندی ونيول سو

جنرال رازق ته لېږل سوی ځانمرګی ماشوم ژوندی ونيول سو

د كندهار پوليس وايي هغه پنځلس کلن ماشوم يي ژوندی نيولی دی چي تر ډيورنډ کرښې له هاخوا خپل پلار د کندهار د امنيې قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو په موخه ځانمرګي بريد ته چمتو کړی و.
دا چي نيول سوی ماشوم د چا زوی دی او د بريد اصلي طرحه کوونکي څوک دي تر اوسه نه ده څرګنده.
د کندهار د امنيې آمر رحمت الله اطرافي په وينا ياد ماشوم هيبت الله نومېږي چي د پوليسو لخوا دعملياتو په ترڅ کي ونيول سو.
د يادوني وړ ده چي پر جنرال عبدالرازق تر دې مخکي هم ځانمرګب بريدگر ژوندي نيول سويدي چي يو بريدکوونکى د سپين بولدك په ولسوالي كي دده په ميلمستون كي د ستړی مه سې پر مهال غېږ په غېږ جنرال رازق پخپله د پيژندلو سره سم ژوندى ونيوئ .
پر نوموړي تر اوسه ۲۵ ځانمرګي او موټربم حملې سويدي.