کور / تازه خبرونه / پاکستان ریښتیا هم له مخالفینو سره یارانه ختموي اوکه نه؟

پاکستان ریښتیا هم له مخالفینو سره یارانه ختموي اوکه نه؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره د سولې په اړه د پاکستان د هلوځلو څرنګوالي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو ګواښونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا پاکستان ريښتیا هم په سیمه کې سوله غواړي؟

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستاني چارواکو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خپل پسرلني عملیات ودروي، خو د لیکوال په خبره افغانان تر اوسه هم په دې ژمنو شکمن دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم ورته ژمنې کړي خو زیاته کړې ده ترڅوچې طالبان په افغانستان کې جګړه بس نه کړي، په دې ژمنو یې باید باور ونه شي.

په مطلب کې راغلي، دا به په لنډ وخت کې معلومه شي چې ایا پاکستان ریښتیا هم له وسله والو مخالفینو سره یارانه ختموي او که نه؟

چراغ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پخوانی ولسمشرحامد کرزی او طالبان د چین د چارواکو میلمانه دي.

په سرمقاله کې راغلي چې حامد کرزي چین ته غیر رسمي سفرکړی خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې که طالبان له حکومت سره سوله وکړي نوربه بهرنیو ځواکونوته اړتیا نه وي.

دې ورځپاڼې د والسټریت ژورنال راپور را اخیستی چې ویلې یې دي طالبانو او افغان چارواکو د چین په اورمچي ښار کې په پټه خبرې سره کړي دي.

د مطلب لیکوال سپارښتنه کړې چې د سولې د ټینګښت لپاره باید له اسلام اباد سره خبرې وشي، ځکه هغوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي داعش ډله د سیمې هېوادونو ته پرستر ګواښ بدلیدای شي.

ورځپاڼې په چین کې په یوه غونډه کې د حامدکرزي خبروته اشاره کړې چې ویلې یې دي، که د سیمې هېوادونه د وسله والو مخالفینو له روزلو لاس وا نخلي، دا ډلې به اسیا ته په ستر ګواښ بدلې شي.

په مطلب کې راغلي چې حامدکرزي د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په سوله کې همکاري وکړي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې سوله زموږهدف دی، خو په هېواد باندې جګړه تپل شوې ده.

په مطلب کې د ولسمشرپه حواله ویل شوي چې سوله د هېواد اړتیا ده خو زیاته کړې ده چې دوی جګړې ته هم چمتوالی لري.