کور / تازه خبرونه / د مدني ټولنو سره دي غونډې پیاوړي شي

د مدني ټولنو سره دي غونډې پیاوړي شي

دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمحیدخوږیاڼي د دغه ولایت یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړ.
هغه زیاته کړه،د مدني ټولنو سره پیاوړې غونډې کولای شي،چې رښتینې معلومات ترسره کړي،د ځوانانو او ټولنې ستونزې شریکي شي او په ترڅ کې ورته د حل قانونې لارې چارې وموندل شي .
ده له ټولو مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه،چې په ولایت مقام کې د ځوانانو،مدني ټولنو او ژورنالستانو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې،چې د اداري ګڼ شمېر مسؤلین هم په کې ونډه اخلي ګډون وکړي .
په جوړه شوې غونډه کې د مدني ټولنو غړو د امنیت په لاټینګښت ټینګار وکړ او همدا راز یې د پوهنې ادارې له لورې ژر تر ژره د کانکور ازموینې د چمتوالې کورسونو د پیل کیدو غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز یو شمېر نورې ستونزې هم شریکې کړې،چې د میدان وردګو سرپرست والي له لورې ته د حل ډاډ ورکړل شو