کور / تازه خبرونه / په شمال کې د امنیت د ټینګښت په بهانه عام خلک مسلح کیږي

په شمال کې د امنیت د ټینګښت په بهانه عام خلک مسلح کیږي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې یو ځل بیا په شمالي ولایتونو کې روانو ناامنیو او د ولسي جرګې د مشروعیت پای ته رسېدو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د هېواد په شمال کې د امنیت د ټینګښت په بهانه عام خلک مسلح کیږي.

په مطلب کې راغلي چې په شمالي ولایتونو کې پخواني جهادي قومندانان خلکو ته وسلې ورکوي څو امنیت ټینګ کړي.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د شمالي ولایتونو د استازو خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي؛ که حکومت دې کار ته پام ونه کړي دا قومي ملیشې به ورته په لوی سرخوږي بدلې شي.

په مطلب کې وړاندې لیکل شوي چې که دغه ډول حرکتونه سم مدیریت نه شي په نظام کې په ګډوډي رامنځ ته شي.

انصار:

انصار خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په سرپل کې د همدې پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړه شوې ده.

په مطلب کې د سرپل د چارواکو په حواله لیکل شوي چې دغه جګړه لا هم روانه ده او ممکن د دواړو لورو تلفات هم لوړ شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې مقننه قوه د مشروعیت پر وروستي برید.

په سرمقاله کې راغلي چې ۲۱ ورځې وروسته د ولسي جرګې قانوني مشروعیت پای ته رسیږي او دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د دوو نورو قواوو قضایه او اجراییه په اړه هم پوښتنې شته.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د نامعلومو دلایلو له مخې د ولسي جرګې انتخابات چې باید د چنګاښ تر لومړۍ نیټې شوي وای ځنډیدلي دي.

په مطلب کې راغلي، که حکومت ريښتیا هم نه غواړي چې د ټآکنیزو اصلاحاتو په پلمه خپل پلویان د کمیسیون پر چارو وګماري، باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې پر فاسدو چارواکو باید قانون عملي شي.

په سرمقاله کې راغلي چې تیرو تجربو دا ښودلې چې د حکومت یوشمیر وزیران او لوړپوړي چارواکي په فساد کې لاس لري او دې ستونزې ددې مخه نیولې چې مفسد کسان محاکمه شي.

په مطلب کې د ښارجوړونې وزارت د شپږو مسولینو د فساد قضیو ته اشاره شوې او لیکوال سپارښتنه کړې چې په دې قضیه کې باید هغه لوړپوړي چارواکي هم په باید په ګوته او مجازات شي چې له دوی سره یې په دې فساد کې مرسته کړې ده.