کور / تازه خبرونه / د شېرزي معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټيټيوټ د دوام په موخه غونډه وسوه

د شېرزي معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټيټيوټ د دوام په موخه غونډه وسوه

په کندهار کي د شېرزي معلوماتي ټکنالوژۍ او انګليسي ژبي انسټيټيوټ د فعاليت د دوام او ستونزو د هواري په موخه په ولايت مقام کي غونډه وسوه.
په نننۍ غونډه کي د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د دې انسټيټيوټ مسوولينو، د برېښنا، معارف او ملي بس تصدۍ مسوولينو او څو تنو سوداګرو ګډون کړی وو.
د شېرزي معلوماتي ټکنالوژۍ او انګليسي ژبي انسټيټيوټ مسوولينو وويل چي تېر دوولس کاله د دې کورس مالي ملاتړ د ګل اغا شېرزي کاوه، خو اوس يې له ملاتړه لاس واخيست. د دوی په خبره که کوم څوک د کورس مالي ملاتړ ونه کړي، نو کورس به له سقوط سره مخ او تر ۲ زره زيات زده کوونکي به له زده کړو بې برخي سي. محمداصف پتيالي وويل: دې اقتصادي ستونزي ته په کتو مو لازمه وګڼله چي دا موضوع له ولايت مقام سره شريکه کړو، تر څو د ملي بس او برېښنا ستونزي مو هواري سي.
نوموړي زياته کړه چي که ولايتي اداره او د کندهار سوداګر د دې انسټيټيوټ مالي ملاتړ ونه کړي، نو ډېر ژر به له سقوط سره مخ سي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له ګل اغا شېرزي څخه مننه وکړه چي تر دې مهاله يې د ياد کورس مالي ملاتړ کړی او هيله يې وښوده چي شېرزی لا هم د کورس ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي وويل که ګل اغا شېرزی نور مالي ملاتړ نه کوي، نو د کورس مسوولين کولای سي چي دغه انسټيټيوټ معارف رياست ته په واک کي ورکړي، رياست به يې دولتي چوکاټ ته واچوي او دوام به ورکړي، په دې سره به له سقوط څخه راوګرځي.
ښاغلي شمسي زياته کړه: دوهمه طريقه دا ده چي زه به د سوداګرۍ خوني مسوولينو ته ووايم، هغوی به سوداګر راغونډ کړي او له سوداګرو څخه به د انسټيټيوټ د ملاتړ او مرستي غوښتنه وکړي، بيا به وګورو چي د کندهار سوداګر په ګډه له دې کورس سره څومره مرسته کولای سي.
نوموړي د ملي بس تصدۍ او برېښنا رياست ته سپارښتنه وکړه چي له دې کورس سره تر ممکنه حده مرسته وکړي او له همکارۍ څخه درېغ ونه کړي. د ملي بس تصدۍ او برېښنا رياست په خپلو برخو کي د بشپړي همکارۍ ژمنه وکړه.