کور / تازه خبرونه / د چک سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د چک سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګو ولایت،سید اباد ولسوالۍ دشتې ټوپ سیمې څخه چک ولسوالۍ ته د ټولګټو چارو وزارت د پرمختیایي بودیجې په ۱۳۲ میلیونو افغانیو مالي لګښت د ۱۷ کیلو متره سړک د جوړولو چارې نن ( دوشنبه ) پیل او د یوه کاري کال په موده کې به بشپړې شي .

د دغه سړک د جوړولو په ترڅ کې،چې ۵ ساتنې متره قیر به پرې واچول شي،همدا راز ۵ سوه متره استنادي دیوال،اتیا پلچکونه او څلور لوی پلونه به هم ورغاول شي .

همدا راز د چک ولسوالۍ څخه دایمیرداد ولسوالۍ ته د غځیدلې ۴۱ کیلو متره غځیدلې سړک د جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوې .

دغه سړک چې د ټولګټو چارو وزارت د پرمختیایې بودیجې په ۳۵ میلیونو افغانیو لګښت یې تېر کال چارې پیل شوې وې او د سړې هوا له امله یې کارونه ځنډیدلې وو،یو ځل بیا یې دجغل اندازۍ چارې نن ( دوشنبه) پیل شوې.

د یاد سړک د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې د ټولګټو چارو رئیس،د ولایتي شورا غړي،د چک ولسوال،امنیتي مسؤلینو،قومي مشرانو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه.

د میدان وردګو ولایت د ټولګټو چارو رئیس سید یونس نجفي زاده وویل ټاکل شوې وه، د دغه سړک د جوړولو چارې څلور کاله وړاندې پیل شوې وې،خو د امنیتي ستونزو له امله یې کارونه وځنډیدل.

هغه زیاته کړه،د ملي شورا غړو،د چک ولسوالۍ اولسونو او ولایت مقام د پرلپسې هڅو په ترڅ کې وتوانیدو،چې یاده پروژه یو ځل بیا منظور او په رسمي ډول یې چارې پیل کړي .

د ولایتي شورا غړي عبدالوحید اکبرزوی وویل : په چک ولسوالۍ کې تر سلو زرو زیات کسان میشت دي،چې ګڼ شمېر یې په باغدارۍ مصروف وو،چې د سړک د خرابوالې له امله یې اویا سلنه زیانونه لیدل.

ده زیاته کړه، د دغه سړک په جوړولو سره به یې په یاده برخه کې ستونزه حل شي .

د اکبرزوی په وینا د دغه سړک د چارو د پیل کېدو په ترڅ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته هم کاري زمینې برابرې شوي او هغه ځوانان به په کې کار وکړي،چې د وزګارتیا له امله یې نورو لورو ته مخه کړې وه.

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي د ټولګټو چارو وزارت څخه مننه وکړه،چې د دوی د پرلپسې وړاندیزونو په ترڅ کې د چک ولسوالۍ لپاره د غځیدلې سړک بودیجه منظوره او چارې په رسمي ډول پیل کړې.

ده د سیمې اوسیدونکو ته لارښوونه وکړه،چې د سړک جوړولو پر مهال د تخنیکي ډلې ترڅنګ دوی ځانګړې څارنه وکړي او د اړتیا پر مهال ولایت مقام په جریان کې کړي .