کور / تازه خبرونه / ویسا: له پاکستانه د طالبانو پرضد د اقداماتو هیلې بې ځایه دي

ویسا: له پاکستانه د طالبانو پرضد د اقداماتو هیلې بې ځایه دي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې یوځل بیا پاکستان ته د حکومت له خوا د لیک استولو او په قطرکې د پنځو طالب بندیانو د نظارت د مودې پای ته رسیدو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې پاکستان ته لیک پردغه هېواد د حکومت بې باوري ښيي.

په مطلب کې راغلي چې د ولسي جرګې یو شمېرغړي هم د ولسمشراشرف غني دې اقدام ته خوشبینه دي چې پاکستان ته یې په استول شوي لیک کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د تروریستانو ځالې له منځه یوسي.

د مطلب لیکوال ویلي، خلک او وکیلان له حکومته غواړي چې د دې لیک په عملي کولو کې باید جدي اوسي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په نږدې وخت کې له پاکستان څخه د طالبانو پرضد د اقداماتو هیلې بې ځایه دي.

په مطلب کې د ولسمشرد لیک اته مادې ذکر شوي او ویل شوي چې له پاکستانه غوښتل شوي چې د کوټې شورا او پیښورطالبان ونیسي او محاکمه یې کړي.

لیکوال لیکلي، په پاکستان کې د طالبانو د ټپیانو د درملنې بندول د ولسمشر بله غوښتنه ده چې په دې لیک کې یې له پاکستانه کړې ده.

په مطلب کې د افغان کارپوهانو په حواله ویل شوي چې د پاکستان سیاست ترډيره د پوځ له خوا مخ ته وړل کیږي او صدراعظم نوازشریف ته به ستونزمنه وي چې د افغان حکومت دې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په یوه سرمقاله کې لیکلي چې د حکومت له دې غوښتنو سره-سره ملي امنیت د حقاني شبکې د یوې لویې حملې مخه ونیوله.

په سرمقاله کې راغلي چې طالبان او حزب اسلامي ترډیره پر پوځي اډو او بهرنیانو حمله کوي، خو حقاني شبکه بیا هڅه کوي چې په خپلو حملو کې عام خلک وځپي.

سرمقاله لیکونکي ويلي، دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د حقاني شبکې فعالیتونه د پاکستان د استخباراتو په اشاره کیږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې امریکا او قطر باید په قطرکې پر ازادو شوو طالبانو څارنه وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې اوس د پنځوطالب چارواکومحمد فاضل اخند، عبدالحق وثیق، ملانورالله نوري، محمد نبي او خیرالله د توقیف موده پای ته رسیدلې او دا هغه کسان دي چې یوکال مخکې د یوه امریکایي پوځي په تبادله کې له ګوانتانامو څخه قطر ته انتقال شول.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د قطرحکومت باید دې کسانوته له هغه هېواده د وتلو اجازه ورنه کړي او دا ځکه چې ممکن بیرته له طالبانو سره یوځای شي.