کور / تازه خبرونه / د اولسونو بېلابېلې ستونزې د مسؤلینو سره شریکي کړلي سوې

د اولسونو بېلابېلې ستونزې د مسؤلینو سره شریکي کړلي سوې

ولایتي شورا غړو د اولسونو بېلابېلې ستونزې د مسؤلینو سره شریکي کړل سوې
د میدان وردګو ولایتي شورا غړو د دې ولایت د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د مخابراتو،کرنې او مالدارۍ،تذکرو او امنیت په برخه کې د اولسونو ستونزې د دغه ولایت د سربرست والي په مشرۍ د یو شمېر مسؤلینو سره د حل په موخه شریکې کړې .
د ولایتي شورا رئیس ښاغلي احمد جغفري وویل د جلریز او بهسودینو ولسوالیو هغه اوسیدونکې چې په نورو ولایتونو کې میشت دي،غواړي،چې د میدان وردګو ولایت په مرکز کې خپلې د تابیعت تذکرې واخلي،خو د مسؤلینو له لورې د دغه کار د ترسره کولو په موخه ولسوالیو ته استول کیږي.
نوموړی همدا راز د کرنې او مالدارۍ،مخابراتو او امنیت برخو کې هم یو شمېر ستونزې وړاندې کړې،چې د مسؤلینو څخه یې د حل غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني،د مخابراتو،کرنې او مالدارۍ،تذکرو او امنیت په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه اړونده مسؤلینو ته چې په غونډه کې یې ګډون کړی وو،لازمې او جدي سپارښتنې وکړې .
هغه د ولایتي شورا غړو ته دنده وسپارله،چې له اړونده مسؤلینو سره باید ستونزې ژر تر ژره تعقیب کړي او په قانوني چارو کې د خنډ او ځنډ پر مهال ولایت مقام کې په جریان کې کړي .