کور / تازه خبرونه / د خدمتونو عرضه کوونکو ادارو خپلې کړنې نندارې ته وړاندې کړې

د خدمتونو عرضه کوونکو ادارو خپلې کړنې نندارې ته وړاندې کړې

په میدان وردګو ولایت کې د خدمتونو غرضه کوونکو لسګونو خصوصي او دولتي ادارو،مدني ټولنو او یو شمېر نورو خپلې ترسره کړې کړنې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کړې.
د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پروګرام په تخنیکي همکارۍ د خدمتونو غرضه کونکو لسګونه خصوصي او دولتي ادارو،مدني ټولنو او ګڼ شمېر نورو له لورې د دوی ترسره شوې کړنې د دې ولایت مسؤلینو او اولسونو د پوهاوي په موخه ده ورځنی نندارتون پرانستل شو.
د کلیو پراختیا اوبیارغاونې رئیس انجینرجان محمد حکمتجو وایي د دغه نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه د ټولو هغه ادارو ترمنځ چې خدمات غرضه کوي،د همغږۍ رامنځته کول دي .
نوموړی زیاته کړه،همدا راز به د دغه نندارتون په ترڅ کې د ادارو له لورې نندارې ته د وړاندې شویو توکو بازار موندنې ته هم زمینه برابره شي او د ګڼ شمېر ګډونوالو له لورې به هم یاد توکې واخیستل شي .
د هغه په وینا د دغه دوه ورخني نندارتون له جوړېدو څخه یې بله موخه د خدمتونو غرضه کوونکو ادارو له کړنو او فعالیتونو څخه په مستند ډول د مسؤلینو او اولسونو خبرول او پوهاوی دی
د ولایت د سکتوري خدمتونو رئیس ښاغلي غزني ګل ځاځي د دغه نندارتون جوړېدل یو ګټور کار وباله او له همدې امله یې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام څخه مننه وکړه.
نوموړی وویل د دغه دوه ورځني نندارتون په ترڅ کې به ګڼ شمېر هغه ادارو ته چې دوی لاسي صنایع او یا هم نور تولیدات لري،ښه بازار موندنه وشي او له امله به یې د دوی په په چارو کې نور هم ښه والی راشي .
د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک هم د دغه نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د ادارو له لورې د ترسره شویو کارونو ستاینه وکړه او د دغه چارو پر دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړی زیاته کړه،دغه ډول نندارتون جوړېدل د دوی لپاره ښه زمینه برابروي،تر څو د خدمتونو غرضه کوونکو خصوصي او دولتي ادارو سره په ښه توګه د بلدتیا ترڅنګ د دوی له کړنو هم خبر شي .
د ولسوالانو په استازۍ د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري وویل په دغه دوه ورځنی نندارتون کې د ټولو ولسوالیو څخه د خدمتونو غرضه کوونکو ادارو له لورې خپلې کړنې او فعالیتونه نندارې ته وړاندي شوي دي .