کور / تازه خبرونه / د سولې په وړاندې به د افغانستان دریځ بدل شي؟

د سولې په وړاندې به د افغانستان دریځ بدل شي؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د طالبانو پر وړاندې د ولسمشر غني وروستي دریځ او د افغانستان په بېلابېلو مسایلو کې د امریکا ښکیلتیا ته ځانګړې کړي دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د سولې په وړاندې به د افغانستان دریځ بدل شي؟

په سرمقاله کې د ولسمشر پرونیو خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي؛ د جنګ ځواب به په جنګ ورکړو او له طالبانو سره به له کمزوري دریځه خبرې ونه کړو.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې ولسمشر غني پخوا طالبان سیاسي مخالفین بلل؛ خو اوس یې په وړاندې دریځ یو څه بدل شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر ته اوس د سولې په اړه د پاکستان نیت او صداقت معلوم شوی او له همدې امله یې د سولې په اړه دریځ بدل شوی دی.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې هم په دې اړه خپله سرمقاله کې لیکلي چې د طالبانو پر وړاندې د افغان دولت سیاست بدل شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغان حکومت هغه هڅې او لګښتونه بې ځایه ولاړل چې غوښتل یې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.

د مطلب لیکوال ویلي، له طالبانو سره د سولې پر تګلارې باید له سره غور وشي او حکومت باید ټولې هڅې همدې موضوع ته متمرکزې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د امریکا له خوا د سولې د خبرو د ګډوډولو هڅې کیږي.

په مطلب کې د افغان کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې په قطر کې د پنځو طالب بندیانو د توقیف د مودې غځول د دې ښکارندوي کوي چې امریکا غواړي د سولې خبرې زیانمنې کړي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د طالبانو په لیکو کې چې هرڅوک د سولې لپاره لېوالتیا ښيي؛ هغوی په یوه ډول سره تروریږي او یا زندان ته لویږي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې امریکا او د جګړې د دوام نوې تیوري.

په سرمقاله کې د فارن پالیسي راپور ته اشاره شوې چې ویلې یې دي؛ امریکا په عراق او افغانستان کې له رسمي پوځیانو سربیره پټ قراردادي سرتیري هم لري.

په مطلب کې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې د ۴۳ زرو په شااوخوا کې امریکایي قرار دادیان موجود دي.