کور / تازه خبرونه / سمونوال رحيم الله د روزګان د امنيت آمر سو

سمونوال رحيم الله د روزګان د امنيت آمر سو

د کورنيو چارو وزارت له خوا د اروزګان د پخواني وژل شوي امنيه قوماندان مطيع الله خان ورور د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر په توګه وټاکل شو. د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت نوى امر سمونوال رحيم الله خان د نن يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو. په دغو مراسمو کې د اروزګان امنيه قوماندان توريالى ابدياني، ملکي او پوځي چارواکو، قومي مشرانو او مخورو برخه اخيستې وه. امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی ابدياني د امنيت امر په توګه د سمونوال رحيم الله ټاکل پر ځاى اقدام او هغه يې د دې دندې لپاره وړ کس وباله.