کور / تازه خبرونه / دکندهار ګمرګ د اولي ربعي عواید ۷۷ سلنه زیات سوي

دکندهار ګمرګ د اولي ربعي عواید ۷۷ سلنه زیات سوي

د کندهار ګمرک مسؤلين وايي، چي سږ کال یې عوائد ۷۷ سلنه زيات سوي دي.
د ګمرک رئيس سيد جمال هاشمي وايي، چي په ګمرک کي د عصري ماشينونو د نصب او د دې ګمرک د کارکوونکو د روزني له امله يې د فساد مخه نيولې ده، چي له امله يې د سږ کال د لومړۍ ربعي عوائد د تېر کال د لومړۍ ربعي په پرتله ( ۷۷ ) سلنه زيات سوي دي.
هاشمي وايي، تير کال د وارداتو د کمښت له امله عوايد کم سوي وه خو د سږ کال عوائد يې تر ورکړل سوي هدف ډېر لوړ دي.
هغه د خپلو ادارې کارکوونکو روزنه لويه بريا بولي او وايې چې دا مهال يې نژدې ټول کارکوونکي مسلکي روزل سوي دي.
د کندهار ګمرک له هغو اداري واحدونو څخه دی، چي خلک يې له پراخ فساد څخه شکايت کوي. خو د کندهار والي وايي، چي له اداري واحدونو څخه د فساد ليري کول يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.