کور / هراړخیز / د ليوانو ارګ – اوله برخه

د ليوانو ارګ – اوله برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

لنډه کيسه
د صفي الله اورياخېل ليکنه

د شپې لس بجې
۲۰۱۵ کال د مۍ مياشتې ۳۰ مه

د بوټونو درانه درانه غږونه او ورسره دروند، غټ او ډبل آوازونه د ارګ هره ماڼۍ داسې لړزوي لکه، چې د سونامي طوفان د ارګ تر انګړه رارسېدلی وي، بيا يوه شيبه لږه چوپتيا خپره شي، خو دا چوپتيا بيا په يوه داسې غږ سره ماته شي، چې سړی يې له اورېدو سره رېږدي. دا درانده درانده غږونه شېبه په شېبه د اشرف غني ماڼۍ ته نژدې کېده، اشرف غني په ډېرې وارخطايی سره سر راپورته کړ او لږ څه په ځير سره دې آوازونو ته غوږ شو، خو د پښو بې دريغه آوازونه لا پسې زياتېده، اشرف غني رنګ تک ژېړ شو او سمدلاسه د خوب له پالنګه را ولاړ شو، مېرمن يې پرې غږ کړ:

What happened? ( څه خبره ده؟)

خو اشرف غني لږې لاړې تېرې کړې او بيا يې په مات او ګوډ غږ خپلې مېرمنې ته ځواب ورکړ:

I think something happened in Arg. ( زه فکر کوم، چې په ارګ کې کومه پېښه رامنځته شوې ده.)

مېرمن يې هم ورږدېده او په زړه کې يې ویره خوره شوه او فکر يې وکړ، چې ښايې دا زموږ د ژوند وروستۍ شيبې وي.

نور له اشرف غني څخه وار خطا شوی وو او له ځانه سره يې په بوږنوونکي غږ وويل، هی ګل مرجانه! سړی نه شوې او ته نه سړی کېږي او ته رښتيا چې د لستوڼي مار يې. پر تا باور کول حماقت دی.

د اشرف غني له دې خبرې سره مېرمن يې يو ځل بيا خوار خوار ورکتل او د خپل خاوند حالت يې په ځیر سره وڅاره او بيا يې ترې په بېړه پوښتنه وکړه:

What Gul Margan? (د څه ګل مرجان )

اشرف غني په خوله کې لاړې وچې شوې وې، د ځواب ورکولو وس په کې نه وو، خو بيا يې په ډېر زور سره څه لاړې له ستونې تېرې کړې او خورا په پڅ غږ يې وويل:

This attack happened by Gul Margan.(دا بريد د ګل مرجان له خوا ترسره شوی دی)

له دې خبرې سره يې منډه کړه او په بېړه يې کړکۍ ته ځان ورسوه او شاوخوا يې وکتل، چې د ارګ په منځ کې خورا لوی لښکر ځغلي او راځغلي. اشرف غني د لښکرو د ځغاستې په ليدو سره پر دې پوره ډاډمن شو، چې په ارګ کې زموږ نور د ژوند وروستۍ شيبې پاتې دي.بيا يې د افغانستان پخواني تاريخ پاڼې همداسې په ډېرې وارخطايۍ سره په خپل ذهن کې راړولې،‌ چې د نور محمد تره کي او حفیظ الله امين د تاريخ پاڼه راواوښته، نو هک پک پاتې شو او هغه حالت يې په خپل ذهن کې انځوروه او بيا يې خپل وروستۍ شيبې ورسره تللې. حالتونه او جريانونه هماغه ډول ول،‌خو يوازې د تلې ترمنځ دومره توپیر وو،‌ چې هغه روسۍ وه او دا امريکايۍ.

اشرف غني په خپل دې سوچونو کې ډوب وو او د مرګ لپاره يې شيبې شمارلې،‌ چې مېرمن يې پرې يو ځل بيا په ډېره نرمه لهجه غږ وکړ:

What are you doing now? (ته اوس څه کوې؟)

اشرف غني لکه، چې نور د ژوند کولو هيلې له لاسه ورکړي وي، لومړی يې خپلې مېرمنې ته په ډېره مينه ځير ځير وکتل او بيا يې په ډېرې ناهيلی سره ځواب ورکړ:

I will just ask about it? (زه به د دې په اړه يوازې پوښتنه وکړم)

له دې خبرې سره له خپلې خونې بهر ووت او په رېږدېدونکي غږ يې چغه کړه:

ګارد امنيتي! چه ګپ است؟ این چه جریان دارد در ارګ؟

د اشرف غني له دې چغو سره امنيتي ګارد په منډه منډه ځانونه را ورسول او د اشرف غني مخې ته ودرېدل. داسې برېښېده، چې دوی لا د اشرف غني په چغو پوه شوي نه وي‌، نو اشرف غني بيا په ډېرې غصې سره خپلې پوښتنې تکرار کړې.

په ځواب کې د امنيتي ګارد قوماندان خپله ستونه صافه کړه او وويل:

جلالتماب صاحب! په ارګ کې خو هېڅ داسې پېښه نه شته او کراره کرارې ده.

اشرف غني نور خپل ځان کابو نه شو کړای او له خولې څخه يې څو زغردې کنځاوې وکړې او بيا يې وويل:

در داخل ارګ این شورماشور، این لشکر که به طرف قصر من هجوم میاورد. این چيست؟ و این چه جریان دارد؟ ګل مرجان خو کودتا نه کرده؟؟؟

د امنيتي ګارد قوماندان،‌چې د اشرف غني حالت وليده، نو ژر يې ځواب ورکړ:

جلالتماب صاحب! آنها لشکر آقای جلالتماب معاون صاحب است که همرای جلالتماب معاون صاحب ورزش میکند.

اشرف غني ته لکه،‌ چې دې ګونګې خبرې خوند نه وي ورکړی، بيا له غصې تک سور شو او بيا يې د ګارد قوماندان ته وويل:

احمق! کدام معاون؟ در این جا خو ۲۴ تا معاون است.

قوماندان په بېړه ځواب ورکړ:

جلالتماب صاحب! معاون اول شما،‌ آقای جلالتماب دوستم صاحب.

اشرف غني له دې ځواب سره يو سوړ اسويلی وکېښ او پر مخ باندې راغلې خولې يې پاکې کړې او بيا يې د ګارد قوماندان ته مخ راواړوه او وويل:

خو آقای دوستم صاحب است.

له همدې خبرې وروسته يې سر ځړوند کړ او په چوپه خوله بېرته خپلې خونې خوا ته روان شو.

دوستم د ارګ په منځ کې خورا په تند او تريو غږ يو څو جملې ووايي او بيا برګ برګ خپل هغه پياوړی لښکر له سترګو تير کړي، چې د افغانستان په کورنيو جګړو کې يې د زياتې مېړانې له کبله د ګیلمجم لقب ګټلی و.

دوستم د ارګ په منځ کې خاليګاه ته يو څو شيبې ښه ځير شو او بيا د اوزلوبې ( بزکشۍ ) ميدان ور په زړه شو، نو يې پرته له ځنډه يو ځل بيا په خپل لښکر غږ وکړ:

ای بچا! شما این میدان را میبینید؟؟!!

برای بزکشی بسیار قشنګ است، بعد از این همینجا بزکشی میکنیم.

له دې خبرې سره دوستم له خولې بيا يو غږ راپورته شي او لښکر يې له ده سره سم په منډو پيل وکړي.

دوستم چې کله خپلې ماڼۍ ته نژدې شي، نو پر خپل لښکر د درېدو غږ وکړي. يو څو شيبې وروسته يې ټول لښکر په يوه ځای کې سره راټول شي. دوستم د خپل لښکر له ټولېدو وروسته پر يوه جګ ځای ودرېده او خورا په يوه لوړ غږ يې خپله عالمانه وينا پيل کړه: (( ای لشکر من ! من چند بار به آقای اوباما احوال روان کردم که شما عسکر تان را از افغانستان زود بیرون نه کنید، شما عجله نه کنید، شما شهید دادید و شما زخمی دادید. ما ارزش شما را نفهمیدیم. شما ما را بسیار کمک نموده اید.

ای لشکر دلیر من ! شما لشکر هستید که طالبان را از بين برده میتوانید، شجاعت شما در ۲۰۰۱ برای امريکا معلوم شده باز همو شجاعت تان را شور بدهد و انتقام برادران امريکايي ها را بګيريد.)) له دې حماسي وينا سره د دوستم لشکر په غوړمبېدو غوړمبېدو خپلو خپلو خونو خوا ته روان شول او دوستم خپله ستونه تازه کړه او يو ځل بيا د ارګ په ښکلي او شانداره باغونو او ماڼيو يې نظر تېر کړ او بيا يې له ځانه سره وويل: دوستم بچيم! تو معاون اول هستی و ارګ در تصرف تو هست. بيا له ځانه سره وبوږنېږي او سر وخوځوي او وايي:

هېچ باور ایم نمی آید که من معاون اول باشم. بيا له علمه ډک سر وخوځوي او وايي:

چرا باوريم نمی آید، معاون اول را چی میکنی اګر اشرف غنی خارج بره من رئيس جمهور هم میشم، آه آه آه اینه نمی بینی که من در قصرهای ارګ زنده ګی میکنم.

دوستم له ځانه سره په همدې کشمکش کې وي، چې د ارګ د ماڼۍ آشپز پرې غږ وکړي:

جلاالتماب صاحب! کباب، جیګر، تخم و …. آماده هست.

پر دوستم د کباب، جیګر، تخم او ورپسې د …… نوم ډېر خوند ورکړي او په بېړه د خوراک خونې په لور روان شي.

«««««««««««««

سهار څه کم اووه بجې دي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې زر زرينې ماڼۍ سينګارخانه کې ناست دی او شاوخوا پرې درې څلور ململي، نرمې، نازکې او سپينې نجونې راتاوې دي او د ده په سينګار کولو لګيا دي. دی خورا په ناز او نخرو خپل فرمايشونه ور حواله کوي او هغوی په ښکلي او مؤدبانه ډول د ده فرمايشونو ته په غبرګو سترګو د احترام مراتب وړاندې کوي.

ښاغلی عبدالله عبدالله د دې نازکو، ململي او سپينو نجونو په منځ کې له شيبو څخه خوند اخلي او دوی د ښاغلي پر مخ اته، لس رنګه نړيوال کريمونه موږي او تر څنګ يې د نړۍ مشهور او قيمتي عطرونه د ده پر بدن پاشي او غواړي، چې له ده څخه د نړۍ څوارلس کلن شهزاده جوړ کړي. د دوی د سينګار کولو هڅې په بېړه رواني دي او ښاغلی عبدالله مخامخ هينداره کې خپل ځان په ډېر ځير سره څاري.

کله چې د سينګار کار پای ته ورسېده، نو ښاغلی عبدالله سمدلاسه مخامخ هيندارې ته ودرېده او پر خپل کاکل يې لږ نرم لاس راکاږه او بيا خپل مخ ته ځير شو، له ځانه سره يې وويل، عبدالله جان! ته خو سم صحیح جوان هستی، ناحق خود را پیر میګی.

له دې وروسته ښاغلی عبدالله خپلې هغې دريشۍ ته ځير شو، چې په نړيوال مارکيټ کې په ډېر لوړ قيمت ترلاسه کړې او اوس يې په ځان کې ده. هېندارې ته کله مخ او کله شا راواړوي او خپله قيمتي دريشي په کې سر ترپايه چيک کړي او بيا له سينګار خونې سره په ډېرو ناز او اداګانو سره ورو ورو بهر ته ګامونه پيل کړي.

کله چې له سينګار خونې څخه را ووځي، نو د ارګ پر ښکلو ماڼيو يې سترګې ولګېږي او بيا د سينګار تېرې خوږې شيبې را يادې کړي، نو له ځانه سره لږه شېبه مسکی شي او بيا وايي، قربان جان کيری شوم، این همه از برکت اوست، اګر نه مره ببین و این قصرهای رنګارنګ ارګ و این دخترهای نازک، ململی و سفيد فام که در خدمت من قرار دارد. عبدالله لا د ارګ د ماڼیو جاج پای ته نه وو رسولی، چې موبايل ته يې زنګ راغی، نو يې ژر خپل موبايل له جیبه را وويسته او د هوکې تڼۍ يې کېکاږله او بيا يې خوږ ته ونيوه.

بلې! سلام

له هغې خوا هم پرې سلام واچول شو. عبدالله، چې کله مقابل لوري غږ واورېده، نو يې له ډېرې خندا سره خوله دومره خلاصه شوه،‌چې د ستونې منځ يې هم ښکارېده او بيا يې په ډېر ادب وويل:

آقای جنرال صاحب! چطور هستی؟ صحت تان خوب هست.

له ډېر ګرم روغبړه وروسته د عبدالله تندی شيبه په شيبه تريو کېده او له غصې پړسېده، خو په موبايل کې ځواب په ډېر ادب او احترام سره ورکاوه.

جناب جنرال صاحب! من همرای اشرف غنی هیچ چیز را قبول نه کردیم، چیزیکه شما ميفرماید همو را انجام میدهم.

مقابل لوری ورته وايي:

داکتر صاحب! شما میفهمید که این زور من است که تو در ارګ هستی و نصف حکومت را چه میکنی که تقریبا ۸۰ فیصد حکومت در اختیار شما هست. این زور من بود که کرزی هم برای من چیزی ګفته نمیتوانست و حکومت اشرف غنی را خو بالای شما تقسیم کردم. قبل از انجام دادن هر کاری باید برای من اطلاع بدهید. اګر نه شما این را خوب ميفهمید که چه خواهد شد.

عبدالله په غوړه مالۍ شروع وکړه او بيا يې وويل:

آقای جنرال صاحب! شما هیچ تشويش نه کنید من در خدمت شما هستم، هېچ کاری را انجام نخواهد دادم تا شما موافق نباشيد. آیا شما نه دیدید چيزی را که شما قبول نداشتید من هم تا آخر قبول نکردم و اشرف غنی خو آنقدر ضعیف شده که مرا از دور ببیند از ترس دهنیش کج و پیج میشود.

مقابل لوري په مسکا سره ځواب ورکړ:

آفرين داکترصاحب! ما بالای شما اعتماد داریم. هاا ها،‌ یک چيزی دیګر، این جا آقای صالح صاحب هم تشریف دارد، بالای شما بسيار سلام و احترامات تقدیم میکند.

له ډېرو خبرو او له ځینې پلانونو ورکولو وروسته عبدالله موبايل له غوږو لرې کړ او بيا له ځانه سره وغړومبېده،‌ چې اینه والله من خو آقای جنرال صاحب و صالح صاحب که به زور و لوچکی اینها در اینجه رسیدم، فراموش کرده بودم.

عبدالله چې کله د خپلې خونې ته لا روان شوی نه وو، نو يې جان کيري، جنرال صاحب عطا او امرالله صالح ته د زړه له اخلاصه دعاوې وکړې او ورو ورو يې يو يو ګام اخيسته.

ښايي ښاغلی عبدالله عبدالله به په ورځ او شپه کې څو وارې ښاغلي جان کيري ته دعاګانې کوي او د ده په نوم به څومره ذکرونه کوي؟؟!! خو دا لکه چې پر ده بيخي لازمي وي، چې کله هر سهار له خپلې سينګارخانې څخه راووځي نو خامخا څو ځله پر جان کيري خپل د احترام مراتب د څپو له لارې وړاندې کړي.

««««»»»»»»»»»»»»

د ارګ په بله برخه او بله ماڼۍ کې د سهار چای برابرولو لپاره په بېړه کار روان دی. چا يو څه او چا بل څه را روان کړي دي، د نوکرانو او آشپزانو سم غوبل دی. دسترخوان هوار شو او په دسترخوان کې بې شمېره او رنګارنګ طعامونه اوخوراکونه ځای پر ځای شول. کله چې د دسترخوان چارې سرته ورسېدې، نو یوه خورا ښايسته، منظمه، سپینه او مودبه نوکره د ښاغلي محقق خونې خوا ته رهي شوه، په ډېر ادب او احترام یې ور وټکوه او بيا يې له خپلې حنجرې څخه په ډېر خوږ آواز غږ وکړ:

آقای جلالتماب معاون صاحب! ناشتا را اماده کردیم.

بس همدومره يې له خولې څخه راووته او نوره د جلالتماب معاون صاحب ځواب ته په طمعه چوپه پاتې شوه. ښاغلی محقق له يوې شيبې وروسته په ډېر ناز او ادا سره غږ وکړ:

خو من میایم، شما بروید تمام خانمهای رسمی و غیر رسمی مرا خبر کنید که در طعام خانه بیایه.

نوکره په بېړه بېړه د ښاغلي جلالتماب معاون صاحب د رسمي او غیررسمي مېرمنو خونو په لور روانه شوه او د سهار ناشتا ته يې هره يوه په ډېر مودبانه توګه راوبلله او بيا د خوراک خونې په يوه څنډه کې د تيار شئ په حال کې ودرېده، څو د څه شي د غوښتنې په وخت کې امر پرځای کړي.

د خوراک خونې ته د ښاغلي محقق رسمي او غير رسمي مېرمنې ټولې راغلې او هر یوه په خپل ځای کې تشريف فرما شوې. څو شيبې وروسته په دهليز کې د پښو ورو او نرم آواز تر غوږو شو، ټولې مېرمنې د خپل څوارلس کلن شهزاده د راتلو لمانځلو لپاره چوپې شوې او هره يوه په خپل ځای کې په خيالي ناز او ادا سره ودرېدې،‌چې ور پرانیستل شو او د رسمي او غيررسمي مېرمنو شاهزاده خاوند خونې ته راننوته. څو شيبې له وره سره ودرېده او له هر يوه مېرمن سره يې په خپل اندازه سره روغبړ وکړ او بيا خپل ټاکل شوي ځای ته ور روان شو. کله چې ښاغلی جلالتماب کېناسته، نو وروسته ټولې مېرمنې يې په خپلو ځایونو کې کېناستې.

ښاغلی محقق مخکې له دې چې د سهار ناشتا پيل کړي، نو يې لومړی دسترخوان او بیا خپلو ټولو رسمي او غير رسمي مېرمنې ته په ځير ځير وکتل او له ځانه سره يې په ډېر اخلاص وويل:

قربانک جان کیری شوم، که مره به ارګ آورد و این خانم های رسمی او غیر رسمی را درخدمت من قرار داد و در این آب و هوای نازک و معطر ارګ قصرهای خوشنما را برای من عطا نمود.

بيا خپلو مېرمنو ته په خورا مینه او محبت سترګې واړوي او له ځانه سره ووايي: چه وقتها بود، سر سرهای مردم میخ میزدم، سر مرده ها رقص میکردم، مردم را به بسیار بی رحمانه به قتل میرساندم،‌ همه جنایت ها را انجام دادم. بيا يوه شيبه چوپ شي، خو لکه چې دې خبرې لپاره څه دليل يې موندلی وي سمدلاسه بيا په خبرو پيل وکړي: زور همین جنایات بود که مرا در ارګ رساند، اګر نه من و ارګ بسيار دور است.

يوه شيبه چوپ شي، خو بيا لکه څه چې په زړه ورګرځېدلې وي، له ځانه سره وبونږېږي او ووايي: نه والا صدقه امریکا و جان کیری شوم که ګپ های ما را بدون دلیل قبول کرد. والا جان کیری بسیار کاکه است، همین کاکګيش ما را به ارګ رساند و این تمام خانمهای رسمی و غیررسمی خوبرویان و طعام های فراوان لذیذ نصیب ما نمود.

ښاغلی محقق له ځانه سره په همدې خبرو کې ډوب وي، چې يوه رسمي مېرمن پرې غږ وکړي:

آقای جلالتماب! چیزهای که در حضور تان برای نوش جان شما است، سرد میشود، چه فکر میکنید، شروع کنید.

له دې خبرې سره د ښاغلي محقق د سوچونو لړۍ پرې شي او خپلو رنګارنګو خوراکونو ته متوجه شي او بيا سمدلاسه د ډوډۍ يوه څنډه را پرې کړي او خپله لومړۍ مړۍ خولې ته رانژدې کړي او يو ځل بيا خپلې نیازبينې رسمي او غیر رسمي مېرمنې تر نظره تېرې کړي او بيا له خپلې جوړه کړې مړۍ څخه شخوند وهل پیل کړي.

په دې شخوند وهلو کې بيا يو څه په ذهن کې تاو راتاو شي او له ځانه سره وايي:

اګر چه این خانمهای بیشمار رسمی و غیر رسمی و این طعام های رنګارنګ و لذیذ زنده ګی من را شاداب میکند، خو میخ زدن بر سر های مردم، رقص مرده و دیګر شکنجه های ګوناګون که جنایتکاران جهانی و شيطان ها از آن عاجز بودند ما او را انجام دادیم بسيار لذت میبردیم و زنده ګی من را شادابتر میکرد. له دې خبرې سره لږ مسکی شي او بيا ووايي،:

میشه که باز همو حالت زيبا بیایه.

=================================

تورګله! وه تورګله! را منډه کړه.

تورګل په منډه منډه ځان را ورساوه او مخامخ ودرېده او بيا يې په احترام پوښتنه وکړه:

صاحب! څه مو ويلې؟

ښاغلی انجينر محمد خان د خپلو کاليو په ويستلو بوخت وو،‌ نو يې ځواب ورکړ:

يوه شيبه صبر وکړه زه درته وايم،‌ چې څه وکړې؟

تورګل لکه د چنار په څېر په ډېر احترام سره ودرېده او نور يې هېڅ ونه ويل.

محمدخان،‌ چې خپل کالي وويستل او يوازې يو نيکر يې پاتې شو، نو يې غږ وکړ:

تورګله! په منډه لاړ شه کيسه راواخله او ما نن ښه سم کيسه کړه،‌ ځکه چې زه نن ډېر مهم ملاقات لرم او ها بله خبره واوره هغه د مخ کریمونه، عطرونه، سپرې او د وېښتو تېل چې له دوبیه فلاني راوړي هغه هم درسره راوړه.

– سمه ده صاحب.

تورګل هم په بیړه روان شو. څو شيبې وروسته تورګل له ځانه سره ښه لوکسه کيسه او په کڅوړه کې نور ټول ياد شوي توکي راوړل او ښاغلي محمد خان ته يې وويل:

صاحبه! ټول شيان مې راوړل.

محمدخان د خپلې ماڼۍ په زرغون باغ کې په يوه ښکلي حوض کې په لامبو وهلو لګيا دی او لکه د اوبو ماهي په څېر پرله پسې غوټې وهي. د تورګل له دې خبرې اورېدو سره د حوض څنډې ته راغی او ورته يې وويل:

هغه صابون درسره راواخله او دا بدن مې ښه کيسه کړه، ځکه چې ډېره موده کېږي ځان مې سم نه دی پاک کړی.

تورګل ځواب ورکړ: سمه ده صاحب همدا اوس يې راوړم.

تورګل کيسه په صابونه ښه وموږله او بيا يې د ښاغلي محمد خان د بدن پر پاکولو بوخت شو.

داسې برېښي،‌ چې تورګل د ښاغلي محمدخان ډېر پخوانی نوکر پاتې شوی وي او د ده ډېر رازونه هم ورته معلوم وي. محمد خان به کله کله خپل رازونه تورګل ته د زړه له اخلاصه وايه،‌ ځګه چې پر ده يې ټينګ باور درلود،‌ چې راز ساتلی شي. نن لکه چې بيا د محمدخان په زړه کې څه داسې غوټې شته، چې غواړي تورګل ته يې وسپړي او د خپل زړه بوج پرې راکم کړي. محمدخان شاوخوا ته ښه په ځير ځير وکتل او بيا يې تورګل ته مخ راواړوه او وويل:

تورګله! ته پوهېږي، چې نن ولې زه دومره په خپل ځان ګوتې وهم؟؟؟

تورګل ځواب ورکړ: صاحبه! سم نه پوهېږم،‌ چې څه پېښه روانه ده.

– نن لس نيمې بجې له يوې ډېرې ښکلې پرنګۍ (خارجۍ) سره ملاقات لرم. زړه مې ډېر خوشحاله دی او دې لس نیمو بجو ته شيبې داسې شمارم لکه، مجنون چې د ليلی دیدن ته يې شماري.

تورګل ته د ښاغلي محمدخان دې خبرې سخت خوند ورکړ او نن لکه چې له ډېرې مودې وروسته يې زړه وغوښتل،‌ چې له ښاغلي محمدخان سره يوه ټوکه وکړي. له ځانه سره خپله ټوکه تاوه راتاوه کړي،‌خو بيا يې د ويلو وس نه لري. زړه او نازړه دی،‌ چې خپله ټوکه ووايي او کنه. تورګل په همدې اخ وډب کې بوخت دی، کله يې زړه وشي چې خپله ټوکه په زغرده ووايي، خو بيا ورته شيطان بېلابېل فکرونه ور واچوي،‌ هسې نه چې له کاره دې ګوښه کړي او بندي دې کړي، خو تورګل نن زړه ډېر غټ کړ او خورا په ډېر نرم او نازک غږ يې وويل:

صاحبه! که خفه کېږې نه، يوه ټوکه وکړم.

محمدخان نن ډېر خوشحاله ده، ځمکه ځای نه ورکوي. له ډېرې خوشحالې خپلې خبرې هم نه شي کابو کولی. محمد خان د تورګل دې غوښتنې ته خورا په ورين تندي ځواب ورکړ:

تورګله! نن دې چې څه په زړه کې دې وايه. بې غمه يې وايه.

تورګل ځان سم کړ لږ مسکی شو او بيا يې وويل:

صاحبه! داسې ښکاري، چې په دې آخر عمر کې دې عياشۍ ته شروع وکړه.

محمد خان تورګل ته مخ راواړوه او بيا يې خورا په لوړ غږ سره وخندل او بيا يې وويل:

تورګله! دا پرنګيانې ته نه پېژنې. دوی بلا ناز او نخرې لري. په هر وار ليدو سره دې په زړه کې ځای پيدا کوي. نه پوهېږم چې پر ما يې څه جادو کړې ده. کله چې يې له لرې ووينم، بس وار پار مې خطا شي او د هغې تر تاثير لاندې راشم. هېڅ نه پوهېږم،‌ چې څه ووايم. کله کله مې فکر نه وي د ده مخ ته دومره ځير شم،‌ چې له ما نه خپل ځان هير شي،‌ چې زه خو د اجراييه رييس معاون يم او دا يو رسمي‌ ملاقات دی.

تورګل د ښاغلي محمدخان خبرو ته ښه په ځير سره غوږ نيولی دی او محمدخان هم د خپلې مينې خبرې په ډېر خوند او شخوند سره بيانوي،‌ چې يو ځل يې وخت ته پام شو او په ډېره بيړه يې له تورګله پوښتنه وکړه:

− څو بجې دې؟ زه خو په خبرو کې لګيا يم او ساعت ته مې هېڅ فکر نه دی.
− صاحبه! څه کم نهه بجې دي.
محمدخان له غصې تورګل ته سور واوښته او بيا يې وويل:

کم عقله! تا ماته نه شو ويلی، چې ناوخته ده او زه دې په خبرو کې مصروف کړی یم.

تورګل سرښکته کړ او بيا يې وويل:

صاحبه! زما هم بالکل هير شو،‌ چې درته ووايم. ما وبښه هېڅ فکر مې نه شو.‌

محمدخان له ډېرې بوختيا د تورګل خبرو ته هېڅ غوږ ونه نيوه او په تېزه لهجه يې تورګل ته غږ وکړ:

ژر کوه دا ټول سامان تشناب ته راوړه،‌ چې ډېره ناوخته ده. هسې نه چې زما ملاقات پاتې نه شي.

له همدې خبرې سره په منډه منډه د تشناب خوا ته روان شو.

نور بيا …