کور / تازه خبرونه / میا افتخار: دپښتونخوا د حکومت تر ختمېدو به احتجاج کوو

میا افتخار: دپښتونخوا د حکومت تر ختمېدو به احتجاج کوو

پېښور: دمشال راډيو د خبرله مخې په خیبر پښتونخوا کې درې ګوندیزه سیاسي ایتلاف په بلدیاتي انتخاباتو کې د درغلیو پر ضد د روانې میاشتې له لسمې نیټې د احتجاجي تحریک پیلولو اعلان کړی دی.دا پریکړه نن په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند ، جمیعت علماء اسلام او پیپلز ګوند د مشرانو په یوه غونډه کې وشوه.د دې غونډې مشري د عوامي نیشنل ګوند ستر سکتر میا افتخار حسین وکړه.له غونډې ورسته میا افتخارحسین اوویل چې په دې لړ کې به د نورو سیاسي ګوندونو مشران هم له ځانه سره ملګري کوي. میا افتخار حسېن وویل ، د بندي کېدو او وهلو ټکلو پروا نه کوي او تر هغه وخته به احتجاج ته دوام ورکوي تر څو چې د خیبر پښتونخوا اوسنی حکومت نه وي ختم شوی.میا افتخار حسېن زیاته کړه چې د روانې میاشتې پر لسمه نېټه به په ټوله خیبر پښتونخوا کې کاروبار بند وي ، جلسې او جلوسونه به وي.د ده په وینا ، له هغه ورسته به دوی د صوبې له نورو ګوندونو سره هم تماس نیسي چې په دې احتجاج کې له دوی سره ملګرتیا وکړي.دا له هغه وروسته ده چې د مې میاشتې پر دېرشمه نېټه په خبیر پښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې وشوې او د اپوزېشن ګوندونو پر واکمن تحریک انصاف د درغلیو کولو تور پورې کړ.تحریک انصاف ویلي چې دوی درغلۍ نه دي کړي او په بلدیاتي ټاکنو کې یې د ګډوډۍ پړه د انتخاباتو پر کمېشن اچولې ده.له تحریک انصاف سره اړه لرونکي د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د تېرې چارشنبې په ورځ په پېښور کې یو خبري غونډې ته وویل چې دوی د بلدیاتي ټاکنو په اړه هر ډول پلټنو ته تیار دي.پرویز خټک دا اعلان له هغه یوه ورسته وکړ چې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د تېرې سې شنبې په ورځ په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال له صوبايي حکومته د استعفی غوښتنه وکړه.