کور / تازه خبرونه / د پنجشېر، دایکندي، سمنګان او کاپیسا ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

د پنجشېر، دایکندي، سمنګان او کاپیسا ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

دولسمشر محمد اشرف غني د جلاجلا حکمونو له مخې محمد عارف سروري د پنجشېر د والي، مېرمن معصومه مرادي د دایکندي د والي، محمد هاشم زارع د سمنګانو د والي او سید محمد خالد د کاپیسا د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د جمهوري رياست د اعلاميي له مخي نوي ټاکل شوي والیان د لوړو زده کړو او لازمو تجربو لرونکي دي چې کولای شي اړوندې دندې په ښه ډول ترسره کړي.