کور / تازه خبرونه / اطلاعات: په بدخشان کې د سقوط د تراژیدي تکرار

اطلاعات: په بدخشان کې د سقوط د تراژیدي تکرار

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼوخپل مطالب او تبصرې ترډیره د بدخشان د یمګان ولسوالۍ سقوط او په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملو ته ځانګړي کړي دي.

اطلاعات:

اطلاعات روز ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې په بدخشان کې د سقوط د تراژیدي تکرار.

په سرمقاله کې راغلي چې په تیروڅو میاشتو کې زرګونه پاکستاني او نوربهرني مخالفین د افغانستان شمال ته تللي او هلته یې د بېلابېلو ولایتونو امنیت ګډوډ کړی دی.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د شمال او بدخشان مخالفین هغه جنګیالي نه دي چې حمله وکړي او له سیمې پښې سپکې کړي، بلکې داسې ډلې دي چې د سیمې د هېوادونو استخبارت یې تر شا ولاړ او منظمې جګړې کوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکي چې د یمګان ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي دي.

په مطلب کې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله لیکل شوي چې په دې عملیاتو کې تراوسه شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت د چاروکو په حواله ډاډ ورکړی چې دغه عملیات به د ولسوالۍ تر بیرته نیولو دوام وکړي او سیمې ته کمکي سرتیري هم استول شوي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو په اړه لیکلي چې دا ناقانونه بریدونه دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، که امریکا اوس په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره مخامخ جګړه درولې خو بې پیلوټه الوتکې یې لاهم د پخوا په څیرافغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

په سرمقاله کې راغلي، که د بې پيلوټه الوتکو د حملو قربانیان وسله وال مخالفین هم وي، نو دا پوښتنه را ولاړوي چې دا حملې د کوم جواز په اساس کیږي.

سرمقاله لیکونکي سپارښتنه کړې چې حکومت باید د امریکایي ځواکونو د بې پيلوټه حملو د دوام په اړه چوپه خوله پاته نه شي او د بندولو غوښتنه یې وکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د همدې بې پيلوټه الوتکو وروستۍ حملې ته اشاره کړې او ویلې یې دي چې په خوست کې یې لس ملکي وګړي وژلي دي.

په مطلب کې راغلي چې د خوست د علي شیرو ولسوالۍ د هوایي حملې قربانیان د سیمې کوچیان وو چې د یوه قومي مشر د جنازې مراسمو ته راټول شوي وو.

په مطلب کې ددې حملې په اړه د ملي شورا اندیښنې هم را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، که دا حملې دوام وکړي دوی به له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي سند پر لغوه کولو غور وکړي.