کور / تازه خبرونه / په سیداباد ولسوالۍ کې د سیرت النبي ص سیالۍ ترسره شوې

په سیداباد ولسوالۍ کې د سیرت النبي ص سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د سیرت النبي ص سیالۍ ترسره شوې،چې په کې د دغه ولسوالۍ د مسؤلینو،دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون لسګونه تنو په کې ګډون کړی وو.
د دغه سیالیو په ترڅ کې چې نن ( شنبه) په یاده ولسوالۍ کې ترسره شوې،د شیخ اباد سپيڅلې شهیدانو دارالحفاظ لومړی،د ټوپ دښتې فیض القران دارالحفاظ دویم او د اونخي درې د شهید جماالدین دریم مقام تر لاسه کړ.
د سیداباد ولسوالۍ یو تن دیني عالم مولوی محمدالدین د دغه سیالیو په پای کې غوښتنه وکړه،چې د سیرت النبي ص سیالۍ دې د ولسوالیو کلیو ته هم وغځول شي،ترڅو تنکي ځوانان له دغه لرې د خوږ نبي اکرم ص د کارونو او ژوند په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي .
د سیداباد ولسوال فضل کریم مسلم ژمنه وکړه،چې ورته سیالۍ به د ولسوالۍ په هره سیمه کې د اولسونو په همکارۍ جوړي کړو .
نوموړی د دغه سیالیو بریالیو کسانو ته ځانګړې برابرې شوې ډالۍ او دیني عالمانو او نورو ګډونوالو ته هم برابرې شوې تحفې ورکړل شوې .
دا په داسې حال کې ده،چې درې ورځې وړاندې په نرخ ولسوالۍ کې هم د سیرت النبي ص سیالۍ جوړې شوي وې