کور / تازه خبرونه / طالبانو د افغاني ټولني د غړو سره کتلي

طالبانو د افغاني ټولني د غړو سره کتلي

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر یو هېئت په ناروې هېواد کې دافغاني ټولنې له ځینو غړو سره په دې اساس کتلي چې دهغوی نظرونه واوري، ځکه د افغانستان اسلامي امارت غواړي د هېواد د اشغال د پای ته رسېدو او د ولس د آرامۍ او هوسايۍ لپاره دافغان په حیث د ولس د هر فرد نظر او مشورې ته غوږ ونیسي او په عین وخت کې د افغانستان د اسلامي امارت شرعي نظر او پالیسي د مختلفو سیاسي شخصیتونو تر غوږونو ور ورسوي،ترڅود ملت ټول جهتونه او افراد دیوه سپیڅلي اسلامي نظام په راتلو کې همکارئ ته اماده شي او څوک چې د مجاهدینو د کامیابۍ او حاکمیت په اړه اندیښنه لري، دهغو انديښنه دشرعي دلايلو له مخې مرفوع کړل شي، دیادوني وړده چي داډول لیدني له مخالف لوري سره دسو لي مذاکرات نشي کید لی.