کور / تازه خبرونه / د ۵۴ وسله والو د وژلو خبر وركړل سو

د ۵۴ وسله والو د وژلو خبر وركړل سو

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۵۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۰ تنه ټپيان دي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كندهار، زابل، اروزګان، غزني، خوست، پكتيا او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو د حکومت دا ادعا رد کړې ده.