کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني کندهار ته ورسېدئ

ولسمشر غني کندهار ته ورسېدئ

د افغانستان ولسمشر حامد محمداشرف غني د کابینې له وزیرانو او د ولسي جرګې له استازو سره نن تر غرمې دمخه کندهار ولایت ته ورسېدئ.

دا ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته کندهار ته د ولسمشر غني لومړی سفر دئ.

په پام کي ده ولسمشر غني د کندهار امنیتي وضعیت و ارزوي او د دولتي ادارو د فعالیتونو په باب به له قومي مشرانو، د مدني ټولني له استازو او دولتي چارواکو سره وږغېږي.

تمه ده چي ښاغلی غني به د سفر پر مهال د کندهار ولایت په اداره کي د ځینو بدلونونو اعلان هم وکړي.