کور / تازه خبرونه / عزیز : د طالبانو ملاتړ مو بس کړی او هغوی ته روزنه نه ورکوو

عزیز : د طالبانو ملاتړ مو بس کړی او هغوی ته روزنه نه ورکوو

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تفاهم لیک او د روان وضعیت په اړه د حکومت بې غورۍ ته ځانګړي کړي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تفاهم لاسلیکول رد کړي او په دې اړه راپورونه یې تشې اوازې بللې دي.

ورځپاڼې په کندهارکې د ولسمشرغني پرونیو خبرو ته په اشارې لیکلي، که حکومت غواړي داسې تفاهم لیک لاسلیک کړي، نو باید متن یې ولسمشر جوړاو د ملي امنیت شورا ته یې ولیږي.

په سرمقاله کې راغلي چې د دې تفاهم لیک په اړه د ولسمشر او د ملي امنیت شورا د مشرانو په خبرو کې تناقض موجود دی.

سرمقاله لیکونکې ویلي، نه یوازې دا چې د حکومت مشران او نور بانفوذه کسان د دې تفاهم لیک په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي، بلکې یو بل په خیانت هم تورنوي.

اصلاح ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د پاکستان د همکارۍ په اړه لیکلي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پسرلني عملیات غندي او د دریدو غوښتنه یې کوي.

په مطلب کې راغلي چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د طالبانو ملاتړ مو بس کړی دی او هغوی ته روزنه نه ورکوو.

ورځپاڼې د ښاغلي عزیز دا خبرې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، د پاکستان پالیسي بدله شوې ده او تیرمسایل یې هیر کړي دي.

چراغ ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې روان حالات او د ګډ حکومت مشران.

په سرمقاله کې راغلي چې د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابیږي او لامل یې دادی چې د ارګ دننه د ملي وحدت حکومت مشران د یو شمېرمسئلو په اړه اختلافات لري.

د سرمقاله لیکونکې په باور، د ملي وحدت حکومت مشران اوس دروند مسولیت لري او هغه دا دی چې افغانستان له بدمرغیو وژغوري.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اړه خبرې نه دي شوي.

په مطلب کې د ولسمشراشرف غني په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، د ډیورنډ پرسربحث د ده نه، بلکې د افغانستان د خلکو دنده ده.