کور / اسلامي / رمضان د ښیګڼو او برکتونو میاشت

رمضان د ښیګڼو او برکتونو میاشت

رمضان د ښیګڼو او برکتونو میاشت

لیکوال: استاد نورالله خان احمدزی

رمضان المبارک مياشت د بخښنې ، رحمت او له جهنم څخه د خلاصون مياشت ده. دا مياشت د شيطانانو د تړلو، د دوږخ د دروازو د تړلو او د جنت د دروازو د ازادولو مياشت ده، د ا مياشت د الله تعالی د سوغاتونو، احساناتو او ورکړو مياشت ده. دا مياشت د طاعت ، عبادت او د الله جل جلاله د بندګۍ مياشت ده ، دا مياشت د خوشحالۍ، نیکبختۍ او سعادت مياشت ده. نو ددې میاشتې عبادت له دغو ټولو ښیګڼو څخه ډک دی او هر هغه څوک چې په دې کې روژې ونیسي او د شپې عبادت وکړي، نو هغوی په رښتیا هم ډیره ګټه وکړه.

لومړی د قرآن کریم یو څو آیتونه له ژباړې او تفسیر سره ستاسو مخکې ذکر کوم تر څو د روژې فرضیت، فضیلت او حکم معلوم شي بیا به د روژې په هکله نور بحث او تشریح ته ورشو.

قرآن کریم فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183).

اى مؤمنانو ! پر تاسې روژې فرض كړاى شوي ، لكه چې له تاسې نه د مخكښې پېغمبرانو پر پيروانو فرض كړاى شوې وې ، ددې لپاره چې په تاسې كښې د پرهيز ګارۍ صفت پيدا شي.

تفسیر کابلی داسې لیکي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ)).

دا حکم د روژې په نسبت دى، چې داسلام په ارکانو کې داخله ده، او د نفس په بندګانو او هوا او هوس خوښوونکو باندې دهغې نيول خورا سخت او ګران دي، نو ځکه يې د تاکيد او اهتمام په الفاظو سره بيان وفرمايه، دا حکم د حضرت آدم (عليه السلام) له زمانې ځنې تراوسه پورې جاري دى، که څه هم د ورځو د تعين په نسبت يې څه لږ ډېر اختلاف موجود و، په پخوانيو مذکوره وو اصولو کې هغه د صبر او تحمل حکم چې شوى و هغه د روژې يو لوى رکن دى، د رسول اکرم (ص) په حديث کې روژه د صبر نيمايي فرمايلى شوې ده.

((لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183)). تفسیر: يعنې روژه مسلمان د نفسي غوښتنو په پرېښودلو سره عادي کوي او په دې وسيلې سره کولى شي چې خپل نفس له هغو نفساني غوښتنو او شرعي محرماتو څخه وساتي چې نفس ته ډېر عزيز او ګران وي، روژه د انسانانو په نفسو کې د شهواني قواوو په ضعيفولو کې ډېر ښه اثر کوي، او په انسانانو کې د تقوى او پرهېزګارۍ روحيه تقويه کوي، په روژه کې لوى حکمت د سرکښ نفس اصلاح او د شریعت د هغو احکامو اساني او سهولت دى چې د هغو کول پر نفس باندې ګران او درانه وي، ترڅو چې روژتي متقي شي.

تنبيه: پر يهودانو اونصرانيانو باندې هم د رمضان روژه فرض شوې وه، مګر هغوى په خپله خوښه او رايه سره په هغې کې تغيير او تبديل وکړ، نوپه ( لعلکم تتقون ) کې په هغوى باندې تعريض دى نو معنا يې داده : ( اى مسلمانانو! تاسې له نافرمانۍ څخه ځانونه وساتئ ) يعنې لکه يهودان او نصرانيان په دې حکم کې خلل مه اچوئ.

دارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي: أَيَّاماً مَعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنْكُم مَرِيضاً أَوْ عَلَى‏ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْراً فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِن كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (184)

د څو ټاكلېو ورځو روژې دي كه له تاسې نه څوك ناروغ وي ، يا پرديس وي نو په نورو ورځو كښې دى هماغومره شمېر پوره كړي او كه كوم خلك چې د روژې نيولو وسه لري ( او ويې نه نيسي ) نو هغه دې فديه وركړي د يوې روژې فديه يو مسكين ته خواړه وركول دي او څوك چې په خپله مينه څه زياته نيكي وكړي ؛ نو دا د هغه له پاره غوره ده ؛خو كه تاسې پوهېږئ، نو ستاسې له پاره ښه همدا ده چې روژه ونيسئ

تفسیر کابلی داسې لیکي: ((أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ)). تفسير: يعنې څو شمېرلې ورځې چې زياتې نه وي روژه ونيسئ! او له دې ورځو څخه د رمضان المبارک مياشت مراد ده، لکه چې په وروستي آيت کې راځي.

فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ. تفسير : بياپه دې لږه موده کې يې هم دومره سهولت او اساني فرمايلي ده چې که څوک داسې ناروغ وي چې روژه نيول ورته تکليف پېښوي، يا مسافر وي؛ نو واک او اختيار لري چې روژه ونه نيسي، بيا دې د هغو ورځو قضايي وروسته له رمضان المبارک څخه ونيسي، چې په رمضان المبارک کې يې دمعذرت له کبله خوړلي دي، خوښه يې چې دا قضا يې جلا جلا راوړي اوکه يوځاى.

((وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ)).

د روژې حکمونه:

١ـــ د ( يطيقونه: ژباړه: په ( طاقت نه لري ) سره په دې سبب چې همزه له پاره د سلب شي ، ياد ( لا) کلمه پکې مقدره شي، يعنې چې طاقت ترې سلب شوى وي لکه شيخ فاني.

٢ ـــ او د يطيقونه ژباړه: په ( طاقت لري ) سره بنا په ظاهر د آيت سره ده ) يعنې هغه خلک چې دروژې نيولو طاقت لري، خو په اول داسلام کې دبېخي عادت نه لرلو په سبب دوى ته ديوې کاملې مياشتې پرله پسې روژه نيول ډېرګران او دروند کار و، نو د دوى د اسانۍ له پاره يې داسې فرمايل شوي و چې که تاسې ته کوم عذر لکه مرض يا سفر په مخ کې نه وي مګر يواځې د عادت نه لرلو په سبب تاسې ته روژه سخته وي نو تاسې اختيار لرئ چې روژه نيسئ! يا د روژې فديه ورکوئ! د يوې روژې فديه يوه مسکين ته په مړه خېټه د دوه وختو طعام ورکول دي، ځکه کله چې روژتي د يوې ورځې طعام بل چاته ورکړي ګواکې خپل نفس يې له خوراک څخه منع کړ، او في الجمله يې له روژې سره مشابهت پيداکړ، بيانو کله چې خلک له روژې سره عادي شول؛ نو داحکم منسوخ او اجازه پاتې نه شوه، چې ددې نسخې بيان په وروستني آيت ( من شهد منکم الشهر فليصمه ) کې راځي، له ( طعام مسکين ) څخه ( صدقة الفطر ) هم مراد وي، چې په دې تقدير سره يې معنا داسې کيږي: ( هغه کسان چې د فديې ورکولو طاقت لري، دوى دې ديوه مسکين د خوراک په اندازه طعام ورکړي! چې اندازه يې په مبارکې شرعې کې دغنمو نيمه پيمانه اود اُربشو يوه پيمانه ده، په دغه تقدير ( لکه اوله ژباړه) دا آيت منسوخ نه دى ، هغه خلک چې اوس هم داسې وايي: ( خلق په رمضان کې اختيار لري چې روژه نيسي يا په فديه اکتفاء کوي او روژه قطعي حکم نه دى ) نو دا د جهل او ناپوهي وينا ده. يا يې ويونکى بې دينه دى.

فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (184). تفسير : روژه د قرآنکريم د نزول مياشت: يعنې که تاسې ته د روژې فضيلت او حکمت او منافع معلوم شي نو وبه پوهېږئ چې د روژې نيول د فديې له ورکولو څخه ډېر ښه دي، نو د روژې په نيولو ک هېڅ سستي او لټي مه کوئ.

دا آیت موږ ته ښیي چې قرآن د روژې په میاشت کې نازل شوی لکه چې فرمایي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدى‏ وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضاً أَوْ عَلَى‏ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللّهَ عَلَى‏ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185).

رمضان هغه مياشت ده چې په هغې كښې قرآن نازل كړاى شو چې د انسانانو له پاره له سره تر پايه هدايت دى او داسې څرګندې لارښودنې په كښې دي چې دسمې لارې ښوونكې او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلوونكې دي له دې كبله څوك چې دا مياشت ومومي، پر هغه لازمه ده چې دا ټوله مياشت روژه ونيسي او كه څوك ناروغ يا مسافر وي ، نو هغه دې په نورو ورځو كښې د روژو شمېر پوره كړي الله پر تاسې اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي ، له دې امله تاسې ته داطريقه ښودله كېږي چې تاسې دخوړليو روژو شمېر پوره كړاى شئ او په كوم هدايت چې الله تاسې سرلوړي كړي یئ ، په هغه سره د الله لويي وستایئ او شكر كوونكي اوسئ.

تفسیر کابلی داسې لیکي : ((شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ)).

تفسير : د رسول اکرم (ص) په حديث کې راغلي دي چې ابراهيمي صحيفې، تورات، انجيل ټول په همدغه رمضان المبارک کې نازل شوي دي، پاک قرآن هم درمضان المبارک په څلوروېشتمه شپه کې له ( لوح محفوظ) څخه اول آسمان ته ټول يوځاى نازل شوى دى، بيا له هغه ځايه له ضرورت سره سم او د احوالو په مقتضا په حضرت محمد(ص) په (٢٣) کلونو کې ټوټه ټوټه نازل شوى دى، او حضرت جبرئيل (عليه السلام) د سيدالمرسلين خاتم النبيين (ص) په حضور په هر رمضان المبارک کې د نازل شوي قرآن عظيم ختم کاوه، او بيابيا به يې د تکرار په ډول زموږ رسول اکرم (ص) ته اوراوه، چې له دغو ټولو حالاتو اوخبرو څخه د رمضان المبارک فضيلت او له قرآن عظيم الشان سره د هغې مناسبت او خصوصيت ښه ښکاريږي، او د همدې له امله په همدې مياشت کې تراويح هم مقررې شوي دي، نو ښايي چې په دې مياشت کې د پاک قرآن خدمت په ډېر شوق او ښه اهتمام سره وشي! ځکه چې دا مياشت د همدې له پاره مقرره او معينه شوې ده.

((فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ)). تفسير : يعنې کله چې ددې مياشتې عظيم او مخصوص فضایل تاسې ته در څرګند شول نو هغه چاته چې دا مبارکه مياشته په لاس ورشي خامخا دې د هغې روژه ونيسي! او هغه فديه چې د سهولت له مخې په ابتداء کې د څه مودې له پاره ( موقتاً) مقرره شوې وه هغه موقوفه شوه.

((وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ)). تفسير : له دې عام حکم څخه دا معلوميږي چې ښايي مريض او مسافر ته به هم د افطار اود قضا اجازه نه وي پاتې، او لکه چې د روژې توان لرونکى اوس له افطار څخه منع شوى دى همداسې به مسافر او مريض هم له افطار څخه منع شوى وي، نوځکه يې د مسافر او مريض ذکر بيا په صاف ډول سره وفرمايه چې دوى ته په رمضان المبارک کې د افطار کولو اوپه نورو ورځو کې دهغه د قضا راوړلو اجازه اوس هم د پخواپه شان پرځاى پاتې ده.

((يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 185)).

تفسير : د روژې مسئلې: مطلب دادى: الله تعالى (ج) چې په اول کې د رمضان المبارک د روژې د نيولو حکم وفرمايه او د معذرت له سببه يې مريض او مسافر ته د افطار کولو اجازه وفرمايله اوپه نورو وختونو کې يې د هغو قضا شويو ورځو په شمار د هغو قضايي په موږ او تاسې واجبه وګرځوله اوپه دې قضايي کې يې د يوځاى ياسره جلا جلا نيولو قيد له منځه وویست؛ نوپه دې کې يې زموږ او ستاسې د سهولت او د اسانۍ لحاظ وکړ، چې په موږ او تاسې باندې څه ربړه او تکليف را نه شي،او دا هم منظور دى چې تاسې د خپلې روژې شمېر پوره کړئ څوچې په ثواب کې موڅه لږوالى را نه شي، او دا مو هم تر نظر لاندې وي ، چې تاسې ددې خير او خورا ښې طريقې په هدايت د پاک الله (ج) لويي او عظمت بيان کړئ او د هغه د عزت، جبروت او کبريا يادونه وکړئ! او دا هم مطلوب دى چې پر دغو نعمتونو باندې شکر وباسئ! او د شکر کوونکو په ډله کې ننوځئ! اى اله العالمينه! ثنا او صفت، لويي او شکر کول تاسره ښايي، چې روژې غوندې يو مفيد او اعلى اوګټور عبادت دې پر مونږ باندې فرض کړى دى! او د مشقت او تکليف په حالت کې دې اساني هم فرمايلي ده،او د فراغت په وخت کې دې ددې نقصان دجبېرې لار هم راښوولې ده!.

د شپې د مسایلو لکه خپلو میرمنو سره یو ځایوالی او دارنګه د شپې حدود یې هم په لاندې آیت کې ډیر په وضاحت او ښه توګه بیان کړیدي: أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى‏ نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى‏ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (187)

ستاسې له پاره د روژې په شپو كښې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل رواكړاى شويدي هغوى ستاسې جامه او تاسې د هغو جامه ياست الله ته څرګنده شوه چې تاسې په پټه پټه له خپلو ځانونو سره خيانت كاوه؛ خو هغه ستاسې ګناه وبښله او درتېر شو اوس تاسې له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى شئ او كوم خوند چې الله تاسې ته روا كړيدى هغه واخلئ همدارنګه د شپې له مخې خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د ترږمۍ له تورې ليكې نه مودسپېده داغ څريكه تر سترګو شي له هغه وروسته دا هر څه پرېږدئ تر شپې پورې خپله روژه بشپړه كړئ او كله چې تاسې په جوماتونو كښې څيله ياست؛ نو له خپلو ميرمنو سره نژدې والـى مه كوئ دا د الله وضع كړي حدود دي دې ته نژدې مه ورځئ دغه شان الله خپل حكمونه خلكو ته په ډاګه څرګندوي ښائى چې هغوې له ناوړه چلن نه ځانونه وژغوري

تفسیر کابلی داسې لیکي: ((أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ))

د روژې په مياشت کې دکور والي اجازه:

د رمضان المبارک په شپو کې چې وروسته له خوبه خوړل اوڅښل او له خپلو ښځو سره نږدې کېدل حرام وو، په هغه کې يې هم اساني وفرمايله، اوس که د شپې په هره برخه کې مو هرې مشروعې او مرغوبې چارې ته زړه کيږي هغه وکړئ!.

((هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ)). تفسیر: له لباس او کاليو څخه خورا اتصال او ډېر اختلاط مقصود دى، يعنې همغسې چې ستاسې په وجود کالي نښتي او پيوست دي همدارنګه ښځه او نارينه هم ډېر سره نږدې او د شودو او شکرې په شان يو له بل سره ګډون او امتزاج لري.

((عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ)). تفسیر: له خپل نفس سره له خيانت کولو څخه مطلب دادى چې له وېدېدلو څخه وروسته تاسې خپلو ښځو ته نږدې کېدلئ! او د پاک الله (ج) دحکم د مخالفت له امله تاسې خپل ځانونه ګناهګارول ، چې د هغه له سببه ستاسې نفس د عقاب مستحق ګرځېده، او ستاسې په ثواب کې نقصان پېښېده، نو پاک الله (ج) په خپل فضل او کرم سره تاسې معاف کړئ او وروسته له دې تاسې ته اجازه وشوه چې په ټوله شپه کې هر هغه حلال عمل چې مو زړه غواړي ويې کړئ!.

((فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ)).

دکور والي مقصد:

يعنې هغه اولاد چې په لوح محفوظ کې ستاسې له پاره د الله تعالى (ج) له لوري مقدر شوى دى، ښايي چې د ښځو په مباشرت کې همغه مطلوب وي، او تش شهواني کارونه مو مقصود نه وي، په دې کې د عزل کراهت،او د لواطت ممانعت ته هم اشاره شوې ده.

((وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ)) تفسیر: د روژې او اعتکاف حکمونه: يعنې همغسې چې په ټوله شپه کې د مجامعت اجازه ورکړى شوې ده همداسې د رمضان المبارک په شپو کې هم تر سپېده داغه پورې د خوړلو او څښلو اجازه هم ورکړى شوې ده.

((ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ)). تفسیر: يعنې له سپېده داغه څخه تر شپې پورې خپلې روژې پوره کړئ! له دې څخه دا هم را ښکاره شوه چې د څو ورځو داسې متصله روژه نيول چې د شپې له مخې هم افطار ونه شي مکروه ده.

((وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ)). تفسیر: يعنې په روژه کې د شپې له مخې د مباشرت اجازه شته، مګر د اعتکاف په شپو کې په شپه اوورځ په هېڅ وخت کې ښايي چې خپلې ښځې ته ورنږدې نه شئ. ( په مسجد کې وي که د باندې).

((تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ 187)). تفسیر: هغه د حِل او حُرمت حکمونه د روژې په نسـبت تېر شول د الله تعالى له خوا مقرر شوي دي، ښايي چې له دغو څخه هېڅ تجاوز ونه کړئ! بلکې هغوته هېڅ مه نږدې کېږئ! يايې مطلب دادى چې په خپله رايه يا د بل کوم حجت په اساس د يوه وېښته په اندازه هم مه ورڅخه لرې کېږئ!.

دا یوه داسې مبارکه میاشت ده چې په دې کې قرآن کریم نازل شوی او د قرآن کریم د نزول پخاطر د دغې میاشتې عبادت له نورو میاشتو څخه غوره دی، داسې په دې میاشت کې د لیلة القدر شپه هم ده او قرآن کریم په دې هکله داسې فرمایي: ( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ . لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ . تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ . سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ) سورة القدر.

ژباړه : يقيناً موږ نازل کړ دغه (قرآن ) په شپه د قدر کې ، او ته څه پوهيږې (ای محمده ! ) چې د قدر شپه څه ده ؟ (د عزت او شرافت له مخې ) ، د قدر شپه غوره له زرو مياشتو څخه (په دې شپه کې نيکي کول تر زرو مياشتو نيکي کولو غوره دي ) ، نازليږي په دغه شپه کې ملائکې او جبرئيل امين په حکم د رب د هغوی د پاره د هر کار (ټاکل او مقررول د راتلونکي کال د پاره ) امان سلامتيا ده (له هر غم او ناوړه پیښې څخه )، دغه شپه د صبا را ختلو تر وخته پورې ده .

د قرآن کریم ډیر آیتونه د روژې په هکله نازل شوي او د روژې مقصد فضیلت او موخې پکې ذکر دي، دارنګه بېشماره احادیث هم دروژې په اړه روایت شویدي.

اِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري او مسلم ).

ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغې ته باب الريان وايې په دې دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه نیونکي داخليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوی خطبې په آخره برخه کې وفرمايل : وهو شهر اوله رحمة و اوسطه مغفرة و آخره عتق من النار و من خفف عن مملوکه فيه غفرالله له و اعتقه من النار .

ددې مبارکې مياشتې اوله برخه رحمت دی دوهمه برخه يې مغفرت دی او آخري دريمه برخه يې د جهنم څخه خلاصون دی ، لدينه پس يې وفرمايل کوم سړی چه په دې مياشت کې دخپل خادم يا مزدور په کار کې تخفيف او کمی وکړي الله تعالی به د هغه مغفرت وکړي او د جهنم له اوره به آزادي ورکړي (شعب الايمان للبيهقي).

قال عليه السلام : ” ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2008 ) او مسلم ( 174 ).

فرمايي څوک چې د رمضان په مياشت کې د شپې قيام وکړي ( د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه تیر ګناهونه بخښل کيږي.

تر کومه چې د ګناهونو د بښنې خبره ده له دغه حدیث څخه جوتیږي چې کوچني ګناهونه په لاندې اعمالو سره بخښل کیږي تر هغو چې کبیره یا غټ ګناهونه ورسره ونکړل شي.

کوچني ګناهونه د پنځو لمنځو په آداء کولو، د جُمَعې د لمانځه په آداءکولو، د روژې د مياشتي په روژه نيولو سره معافيږي او بخښل کيږي، لکه څرنګه چې رسول الله فرمايي:« الصّلوَاتُ الخمس، والجُمعَةُ اِلى الجُمعَةِ، و رَمـضَانُ الى رَمـَضَانَ مُکَـفّـِراتُ مَا بَينَـهُن اِذا اِجتَـنَبَ الـکَبائِرَ « [رواه مسلم و غيرُهُ ]

يعنې: پنځه لمنځونه، او جُمَعه تر جُمَعې پورې، او د روژې مياشت تر روژې پورې، لرې کونکي د هغه کوچنيو ګناهونو دي کوم چې د دوى په منځکې کيږي، په دې شرط چې د لويو ګناهونو څخه ځان وساتل شي.

.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:” أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ. )رواه النسائي واحمد).

ژباړه: پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغې مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د جهنم دروازې بندېږي، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت کې الله جل جلا له لره يوه غوره شپه ده چې په دغې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو څخه غوره دي .
بل حدیث: عن عائشة رضي الله عنها: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (تحروا ليلة القدر في الوتر، من العشر الأواخر من رمضان) (بخاري ) . ژباړه: له عائشة رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايل : ليلة القدر د رمضان په آخري لسو طاقو شپو کې ولټوئ .
په طاقو شپو کې بيا ډیر احتمال د اوويشتمې شپې دی :
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه عَنْهمَا أَنَّ رِجَالاً مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم أُرُوا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْمَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ». (بخارى: 2015) ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې د نبی کريم صلی الله عليه وسلم څو تنو صحابه کرامو خوب وليد چې ليلة القدر د رمضان په آخري شپو کې اومه شپه ده ( اوه ويشتمه شپه) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ( وينم چې ستاسې خوبونه د ليلة القدر په اړه چې د رمضان په آخري اومه شپه وي يو له بله موافق دي) پس څوک چې د ليلة القدر د پيدا کولو په لټه کې وي هغوی دې د آخري لسيزې په اومه ولټوي .

روژه نیونکو ته روژه ماتی ورکول:
عن سلمان رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم …..من فطّر فيه صائما كان له مغفرةلذنوبه،وعتق رقبته من النار،وكان له مثل اجره من غيران ينتقص من اجره شيئ قلنايارسول الله ليس كلنايجدمانفطربه الصائم فقال يعطي الله هذ ا الثواب من فطرصائماعلى مذقةلبن اوتمرة اوشربة ماء ، ومن اشبع صائما سقاه الله منحوضي شربةلايظماءحتي يدخل الجنة . الترغيب ۱ \ ۲۵۴ والزواجر ۱ \۲۸۳ و مرقات ۴ \ ۳۹۷
ژباړه: له سلمان فارسي رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې دروژې په میاشت کې یوه روژه لرونکي ته روژه ماتی ورکړي نودا به یې د ګناهونوکفاره شي، او د جهنم د اور څخه به يې آزادي په برخه شي، او د روژه لرونکي په شان به الله سبحانه و تعالی ثواب ورکړي چې له هغه به يې بيخي اجر او ثواب کم نه وي .
صحابه و وفرمایل: ای د الله رسوله، له موږ ټولوسره خو دغومره څه نه وي چې روژه لرونکي ته يې د روژه ماتي لپاره ورکړو ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی دغه ذکر شوی ثواب یو کس ته دشیدو دیوه سور په ورکړه، یا د یوې خرما په ورکړه، یاد یوه غړپ اوبو په ورکړه هم ورکوي، اوکه یو چا روژه دار موړ کړ نولوی خدای به یې زما له حوض کوثره داسې اوبه کړي چې بیابه کله هم تږی نشي ترڅوجنت ته داخل شي .
تشريح: روژه لرونکي ته دروژه ماتي ورکړه [ په داسې وخت کې چی دعاوې قبلیږي، او د جهنم څخه د ازادېدو پرېکړې کیږي ]، الله جل جلاله ته د تقرب ډیر غوره عمل دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم همدغه سعادت ته انسان هڅوي، چې د اجرونو او ثوابونو ددې سترې برخې څخه مسلمان محروم نشي. دومره عظیم اجر چې هم به یې دګناهونوکفاره کیږي، هم به یې دجهنم څخه د ازادیدو پرېکړه په برخه کیږي، او هم به یې د هغه روژه لرونکي پشان پوره ثواب په برخه کیږي، او بیاد ادرې واړه ستر اجرونه چې الله تعالی یې یوه انسان ته په یوه روژه ماتي ورکوي نودا د الله تعالی له هغه رحمتونوڅخه دي چې په دغه میاشت کې محمدي امت ورباندې نازوي، له روژې پرته هم پیغمبر صلی الله علیه وسلم اطعام الطعام یعنې مسلمانانو ته د ډوډۍ ورکړه په اسلام کې یوه لویه نیکي او دجنت د دخول لامل بللی دی: كما قال صلى الله عليه وسلم: ” إن في الجنة غرفا يُرى ظاهرها من باطنها، وباطنها من ظاهرها، أعدها الله تعالى لمن أطعم الطعام، وألان الكلام، وتابع الصيام، وصلى بالليل والناس نيام ” رواه أحمد 5/343 وابن خزيمة رقم 2137
ژباړه: په جنت کې داسي ماڼۍ دي چې د ننه خوايې د باندې څخه او د باندې خوا یې د ننه څخه معلومیږي، دا ماڼۍ الله تعالی هغو کسانوته برابرې کړي چې نورو ته د ډوډۍ ورکړه کوي، او له خلکوسره په نرمه ژبه خبرې کوي، او پرله پسې روژې نیسي، او د شپې لمونځ کوي چي نورخلک ویده وي.

اعتکاف:

داعتكاف لغوي معنی: په يوشي باندې پاتې كيدل اودوام وركول. یاله تصرفات عادیه ؤ څخه د ځان ساتل، او د شرعې په اصطلاح كښې په مسجد كښې د عبادت په نيت په مخصوص ډول پاتې كيدلوته ویل کیږي .
که په کوم کلي کې بلکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي، د کلیو او بانډو په ځینو سيمو کې دغه سنت بلکل پرېښودل شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي.
د اعتکاف وخت: د روژې په شلم تاريخ چې کله د مازديګر لمونځ وکړي نو اعتکاف به شروع کړي ، هر کله چې د اختر مياشت وليدل شي نو اعتکاف به ختم شي.
د اعتکاف د فضیلت په اړه یو څو احادیث:
د ابن عباس رضی الله عنها څخه روايت دى چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ومن اعتكف يوما ابتغاء وجه الله تعالى جعل الله بينه وبين النار ثلاث خنادق أبعد مما بين الخافقين. (الترغيب الترهيب) ژباړه: کوم څوک چې الله جل جلاله د رضا لپاره یوه ورځ اعتکاف وکړي نو الله پاک به د ده او د جهنم تر منځ د یوه حائل او پردې په توګه درې دومره لوی خندقونه جوړکړي چې د هغوی په منځکې واټن د ختیځ او لویدیځ د واټن څخه هم ډیر وي.
حضرت عایشه رضی الله عنها فرمايي: أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. متفق علیه
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په اخرو لسو ورځو کې اعتکاف کاوه تر داسې اندازې چې الله تعالی د دنیا څخه وفات کړو، بیا تر دوی وروسته د دوی بیبیانو اعتکاف کاوه.

اعتکاف وایي په کوم ځای کې بندېدلو او يا کوم مقام کې درېدلو ته وايي، او د شريعت په اصطلاح کې په جومات يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي.
اعتكاف په دري ډوله ده:

۱ واجب : چې منذور اعتكاف هم ورته ويل كيږي چې څوك يې په ځان نذر كړي .
۲ سنة مؤكده : چې دروژې د وروستيو لسوشپو ورځو اعتكاف ده .
۳ مستحب : چې له دې دواړو نه علاوه په نورو وختونو كښې وي .
کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايه دی چې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړی دی او صحابه کرامو به هم ورسره ادا کولو .
د اعتکاف لپاره دا شرایط ضروري دي:
۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .۲- د اعتکاف نيت کول ۳- د سړو د پاره په جومات کې او د ښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره ایسارېدل .
د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضروري نه دي، هدارنګه واجب اعتکاف هم وي چې د هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .
د ښځو د اعتکاف په هکله امام ابوحنيفه رحمه الله فرمایي چې، د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دي همداسې د ښځو د پاره په کور کې اعتکاف غوره دي .دارنګه د کور په کوم ځای چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .
خو فکر مو وي چې لاندې کارونه د اعتکاف پر وخت ونکړئ: دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي..
لومړی قسم: بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي.
ضرورتونه دوه قسمه دي طبیعي ضرورتونه، لکه : خوړل ،څکل ،جنابت ، قضايې حاجت او داسې نور…..
دوهم قسم شرعي ضرورتونه، مثلاً: د جُمعې د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او داسې نور…..

د اعتکاف شرطونه: د عاقل مسلمان اعتکاف هغه مهال صحيح کېږي چې د اعتکاف په نيت په مسجد کې پاتې شي، ځکه: د اعتکاف لپاره نيت شرط دى.
دوهم : شرط د طهارت دی یعنې د جنابت، حيض او نفاس څخه پاکي ځکه دغه درې واړه د مسجد څخه منع کړل شوي دي (هندیه).

د اعتکاف مستحبات:
۱ـ په اعتکاف کې نیکې او ښې خبري کول
۲ـ د روژې د مياشتې دآخري لسو ورځو د پوره اعتکاف هڅه کو ل .
۳ـ حتی الامکان په مسجدکې اعتکاف کول .
۴ـ د خپل توان سره سم په خپلو وختوکې تر ټولو ډېر وخت په عبادت کې تېرول، مثلاً: نفل، د قرآن کریم تلاوت کول، د ديني کتابونو لوستل، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سپیڅلی سيرت لوستل.
۵ـ مسنون نبوي اذکار یا تسبيحات ویل .
۶ـ درود شريف ډېر ویل او تر ټولو غوره درود ابرهيمي دی کوم چې په لمانځه کې ویل کیږي.
۷ـ صلوةالتسبیح کول چې په هغه سره لس ډوله ګناهونه بخښل کیږي، هره ورځ صلوة التسبیح کول پکار دي .
۸ـ د اشراق او څاښت لمونځونه کول همدا رنګه دا وا بین او تهجدو لمونځونو خاص کوښښ کول پکار دي.
۹ـ د سهار د جماعت وروسته بيا تر لمر ختلو پورې او د مازديګر تر لمانځه وروسته بيا د ماښام تر اذان پورې د الله جل جلاله ذکرکول او یا د قرآن کریم تلاوت کول.
۱۰ـ د قدر په شپه، لکه: په پنځو شپو (طاق شپو) کې د عبادت کولو ډیر زیار ایستل .
۱۱ـ اعتکاف کونکي ته پکار دي چې په خپل قول او عمل سره لمونځ کونکو ته هيڅ قسم تکليف ونه رسوي او په دې اړه ډېر فکر وکړي تر څو نور خلک ورڅخه ناراض او متضرر نشي.

د اعتکاف اداب: د اعتکاف مقصد دادی چې انسان د نورو ټولو مشغولتیاوو څخه ځان یوه خوا کړي او د الله جل جلاله خواته متوجه شي ځکه په اعتکاف کې د بې ضرورته کارونو یا خبروکولو څخه ځان ساتل پکار دي. او کوم وخت چې پيدا شي باید دقران کریم په تلاوت، نفلو او داسې نورو عبادتونو کې تېر شي. (احکام اعتکاف)

په اعتکاف کې مباح شيان: د اعتکاف په وخت کې لاندې کارونه بې له کرا هته جائز دي.
۱ـ معتکف په مسجد کې خوراک، څښاک، ناسته ، ولاړه او ارام کولی شي.
۲ـ معتکف کولی شي چې د خپل اړتیا شیانو اخستل او خرڅول وکړي.
۳ـ معتکف له ځان سره د خوراک سامان ايښودلی شي.
۴ـ معتکف د رانيولو شی په مسجدکې کتلی شي.
۵ـ معتکف کولی شي چې کالي بدل کړي ، عطر ووهي او دا سې نور د نظافت کارونه تر سره کړي.
۶ـ معتکف خپله يا د بل کس نکاح تړلی شي (خو چې شرعي علم ورسره وي).
۷ـ معتکف که ډاکټر وي په اعتکاف کې ناروغان کتلی شي .
۸ـ معتکف ته د نوکانو پرېکول، برېتونه کوچني کول جائز دي.

او کوم کارونه چې د اعتکاف لپاره مفسد او مکروه نه وي او هغه په خپل ځان کې حلال وي هغه ټول د اعتکاف په حالت کې جائز دي .

د اعتکاف مکروهات: د اعتکاف په حال کې لاندې کارونه مکروه دي:

۱ـ په پټه خوله د عبادت په نيت کښېناستل ځکه په شریعت مقدسه کې پټه خوله عبادت نه بلل کیږي.
۲ـ معتکف ته د اړتیا پرته بې له ضرورته او بې ځایه خبرې کول.
۳ـ د معتکف لپاره مسجد ته د تجارت سامان د خرڅولو لپاره راوړل.

د اعتکاف مفسدات: د اعتکاف په حالت کې لاندې کارونه کول واجب او نفلي اعتکاف فاسدوي:
۱ـ که معتکف د اړتیا پرته د مسجد څخه د شپې یا د ورځې قصداً یا په هېره لږ وخت یا لږ شانته ووځي ، نو اعتکاف يې فاسدیږي. البته د ابو حنيفه رحمة الله علیه په آند، خو د ابو يو سف او امام محمد رحمة الله عليهما په آند که تر نيمې ورځې ډیر ووځي بیانو اعتکاف يې فاسدیږي او که لږ وخت ووځي اعتکاف يې نه فاسدیږي.
۲ـ که معتکف دچا د فاتحې یا ناروغ پوښتنې ته لاړ شي، نو اعتکاف يې ماتیږي.
۳ـ که معتکف یو چا د مسجد څخه په زور بهر کړو، نو اعتکاف يې فاسدیږي.
۴ـ که معتکف د ډوډۍ لپاره د مسجد څخه بهر شو، نو اعتکاف يې فاسدیږي.
۵ـ که معتکف قصداً روژه ماته کړي، نو اعتکاف يې فاسدیږي.
۶ـ که معتکف بې سده یا لېونی شي، نو اعتکاف يې فاسدیږي.
که ژوند وو د تراویح په اړوند به بله لیکنه وکړم او ټول مسایل به پکې واضح او ذکر کړم. ان شاء الله.