کور / تازه خبرونه / په سل ګونو افغانانو په برما هیواد کي د بودايي سخت دریځو له لوري د دغه هیواد د مسلمانانو زورول په کلکه وغندل

په سل ګونو افغانانو په برما هیواد کي د بودايي سخت دریځو له لوري د دغه هیواد د مسلمانانو زورول په کلکه وغندل

نن د جمع په ورځ په سل ګونو افغانانو په برما هیواد کي د بودايي سخت دریځو له لوري د دغه هیواد د مسلمانانو زورول په کلکه وغندل .
دوی له ملګرو ملتونو او دبشري حقونو له نړیوال سازمان څخه وغوښتل په نوموړي هیواد کي دي د مسلمانانو د قتل عام په اړه د برما پردولت فشار را ولي د دغو بشري ضد فعالیتونو مخه ونیسي .
نن په زابل کي سل ګونو لاریون کونکو له افغان دولت څخه وغوښتل چي پدې باب له خپلو ديپلوماتیکو چينلونو څخه د افغانانو خفګان او غمرازي تر نړیوالو پوري ورسوي
لاریون کونکو د برما هيواد د بودايي سخت دریخو پر ضد شعارونه ورکول او پر نړیوالو مطبوعاتو يې له دې کبله نیوکه لرل چي ولي يې دبرمايي مسلمانو د ځپلو موضوع کم اهمیته بللې .
دوی له اسلامي نړۍ ، ملګرو ملتونو ، د بشري حقونو دنړیوال سازمان او نورو بشري فعالانو څخه هم وغوښتل چي د برما پر مسلمانانو روان ظلم وغندي او د هغوی د نجات لپاره لاس په کار شي
د اسیا په جنوب ختیځ کي پروت برما هیواد چي له بنګلدیش ، هندوستان ، چین ، لاوس او کمبودیا سره پولي لري له ټول ۶۰ ميلیونو وګړو څخه يې څه کم لس میلیون مسلمانان او پاته نور ټول يې بودایان دي