کور / تازه خبرونه / نذيراحمدزى: ديووالي لپاره هڅه کوم

نذيراحمدزى: ديووالي لپاره هڅه کوم

کابل : دنوښت درسنيزمرکزله خوا داندپوښتنې له مخې دافغان دپارلمان د استازو په اړه يې کړې ده ديوې غونډې له لارې يې هغه وکيلان اعلان کړل چې د غوره خدمت ډالۍ گټوونکي بلل شوي وو په دې غونډه کې د ولسي جرگي دويم مرستيال حاجي دنذيراحمدزى دريم مقام خپل کړى اودنوښت درسنيزمرکزله خواورته ښه او غوره خدمت ستاينليک ورکړل شو حاجي دنذيراحمدزى دنوښت درسنيزمرکزڅخه دمننې ترڅنگ هغه افغانانو څخه مننه وکړه چې دايي د خدمت جوگه گڼلى نوموړي زياته کړه چې د افغان ولس استازى يم او د افغانستان د ملي گټو اودملي يووالي لپاره به تل هڅه کوم د خپل وکالت پرمهال مې ځوانان بهرنيو هېوادونو ته دلوړو زده کړو لپاره ليږلي دي او تل يې د ولس او هېواد پرگټه پريکړې کړي نوموړي په پاى کې وويل چې په راتلونکي کې به هم دولس په خدمت کې يم او دخلکوپرمخ به مې دزړه دروازى خلاصې وي