کور / تازه خبرونه / روزګان: چاودني دوه ملکيان ووژل او ۱۶ نور يې زخميان کړل.

روزګان: چاودني دوه ملکيان ووژل او ۱۶ نور يې زخميان کړل.

په روزګان کي چاودني ۱۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړول.
چاودنه نن غرمه مهال يولس بجې د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د چمبرک کوتل په سيمه کی د ملکي کسانو پر دوو موټرونو سوې.
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي د سړک غاړي په دې چاودنه کي ۲ ملکي کسان وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان سوي دي.
د هغه په خبره چي په ټپيانو کي ښځي هم شاملي دي.
تر اوسه کومي وسله والي ډلي ددې پيښي په اړه څه ندي ويلي