کور / تازه خبرونه / دنده ترسره کول مسؤلیت او امانت دی

دنده ترسره کول مسؤلیت او امانت دی

دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د دغه ولایت مقام د مسؤلینو او کارکوونکو سره په یوه ځانګړې غونډه کړې وکړ.
په دغه غونډه کې چې د ولایت مرستیال،سکتوري خدمتونو،بشري سرچینو او دفتر ریاست مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی وو، لومړی مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د ادارې په اړه د میدان وردګو والي ته معلومات ورکړل.
نوموړی وویل په ولایت مقام کې تر پنځوسو زیات کسان دنده لري او هر مهال یې هڅه کړې،چې په ور سپارل شویو دندو کې ژر کړنې ترسره کړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل دنده ترسره کول د دې ترڅنګ چې موږ یې له امله حلاله نفقه ګټو په اصلیت کې ستر مسؤلیت او امانت دی .
نوموړی لارښوونه وکړه،چې د دغه امانت او مسؤلیت لپاره باید موږ هر یو خپلې چارې په پوره اخلاص او صداقت ترسره کړو .
ده زیاته کړه،لازمه ده،چې د ولایت مقام دروازې په ښه توګه د مراجعینو پر مخ پرانستې وي او د دوی کارونه په ورین تندي پرته له کوم ځنډ او خنډ څخه ترسره شي .
په جوړه شوې غونډه کې د سکتوري خدمتونو او بشري سرچینو د رئیسانو سربیره یو شمېر نورو هم د میدان وردګو والي ته وړاندیزونه وکړل،چې د نوموړی له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.