کور / تازه خبرونه / د خوست اوسېدونکو ته نوى والي ور وپېژندل سو

د خوست اوسېدونکو ته نوى والي ور وپېژندل سو

د سيمه يرزو ارګانونو د خپلواک کمېسيون له خوا خوست نوى والي وټاکل سو .
په دې اړه په جوړه سوې غونډه کي چي د دې ولايت چارواکو پکښي ګډون کړى وو پوهنمل حکيم خان حبيبي د سيمه يزو ارګانو د خپلواکي ادارې د مالي او اداري مرستيال عبدالمالک له خوا خلکو ته ور پېژندل سو.
صديقي وويل چي ټاکل سوى والي کولاى سي د دې ولايت ستونزي حل کړي خو نوموړي د اولس ملاتړ اړين وباله.
نوي والي په خپلو خبرو کي وويل چي چي د دې ولايت د ستونزو خبر دئ او تر خپله وسه به ئې د هوارولو کوښښ وکړي.
نوموړي همدا ډول وويل چي په خپلو کارونو کي به د اولس په مشوره پر مخ ځي.
پوهنمل حکيم خان حبيبي د لوګر ولايت د ازرې اولسوالۍ اوسېدونکي دئ او تر ماسټرۍ پوري ئې زده کړي کړي دي.