کور / تازه خبرونه / د ټوپک پر ځای به د اولس سره د همغږۍ جوړولو په ترڅ کې امنیت برابرو

د ټوپک پر ځای به د اولس سره د همغږۍ جوړولو په ترڅ کې امنیت برابرو

دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات نن (سې شنبه) د دغه ولایت د ولسوالانو سره د ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې وکړ.
نوموړی وویل پخوا هڅه شوې،چې په ولسوالیو کې امنیت د ټوپک په زور تامین شي،چې له امله یې اولسونه هم له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ کیږي او همدا لامل دی،چې د اولس او حکومت ترمنځ ورځ تر بلې فاصلې هم زیاتیږي .
ده ولسوالانو ته دنده وسپارله،چې د اولسونو سره د همغږۍ په برابرولو کې له هر ډول شته امکاناتو څخه کار واخلي او په پوره توان دې اولس پر حکومت باوري کړي،چې له امله به یې امنیت هم د ټوپک پر ځای د اولسونو سره د همغږۍ جوړولو په ترڅ کې رامنځته شي .
ښاغلي حیات ولسوالي د کلیو بانډو لپاره د حکومت مهمه اداره وبلله او د میدان وردګو ولایت ټولو ولسوالانو ته یې لارښوونه وکړه،چې هر مهال باید په ولسوالۍ کې شتون ولري او خپلې دروازې د خلکو پر مخ په ښه توګه پرانیزي .
ده ولسوالانو وویل چې مرکزي حکومت ورسره په امنیتي،پرمختیایي او نورو ټولو برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی،چې له همدې امله کولای شو،د ولسوالیو هر ډول ستونزو ته د ځواب ویلو په موخه ګړندۍ کړنې ترسره کړو .
د میدان وردګو ولایت ټولو ولسوالانو د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات ته ډاډ ورکړ،چې دوی به په پوره توګه هڅه وکړي،چې د مقام له لورې ورکړل شوي لارښوونې په ښه توګه پلي کړي .