کور / تازه خبرونه / د ۶۲ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ۶۲ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۶۲ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۰ تنه ټپيان دي او ۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، کاپيسا، کندوز، بدخشان، سرپل، کندهار، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو د حکومت دا ادعا رد کړې ده .