کور / تازه خبرونه / هلمند په کجکي کي له څلور ورځو راهیسي جنګ زور اخیستی

هلمند په کجکي کي له څلور ورځو راهیسي جنګ زور اخیستی

دیادي ولسوالۍ امنیه قوماندان وايې چي دوی دمعلومات پراساس له شاوخوا اته ۸۰۰ راټولو سوو وسلوالو طالبانو سره جنګیږي .
ده ویلي چي دولسوالۍ لاره هم دتیرو څلور ورځو راهیسي د خلګو پرمخ تړلې او په دې سره دخوراکي توکو نرخ بې اندازې لوړ سوی دی .
د هلمند دکجکي ولسوالۍ امنیه قوماندان فیض الله اخندزاده وايې چي په دغه ولسوالۍ کي دتیرو څلورو ورځو راهیسي جګړه پیل سوي او په سلګونه وسلوال سیمي ته نوي ورغلي دي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي .
دده په خبره چي تر اوسه يې دوی مخه نیولې ده او اړتیا ده چي ولایتي او مرکزي ادارې دوی ته پاملرنه وکړي او سیمي ته نور نوي ځواکونه ورولیږي ترڅو دوسلوالو مخه ونیول سي .
دی زیاتوي چي که جګړه دوام وکړي او ځواکونه ورنه سي نو دکجکي بند او وسایلو ته به شاید زیان ورسیږي .
فیض الله اخندزاده وايې چي دجګړې پرمهال دواړه لوریو ته مرګژوبله اوښتې ده .
هغه وايې چي خلګ په سیمه کي له سخت مشکل سره مخ سوي دي هلته دخوراکي توکو نرخ لوړ سوی دیوې بوجۍ اوړو بیه تر ۳۵۰۰ او دیوې ډبې غوړو بیه تر ۳۰۰۰ پاکستانیو کالدارو پوري رسېدلي دي .
دی وايې چي اړتیا چي هوايې او مځکني ځواکونه يې ملاتړ وکړي ترڅو په سیمه کي پیل سوې جګړه ختمه کړي .
خو بلخوا دوسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايې چي دکجکي په جګړې کي يې یو شمېر سیمي له دولتي ځواکونو څخه نیولي دي او ددولت لوري ته يې مرګژوبله هم اړولې ده خو دکجکي قوماندان دمرګژوبله خبره ومنل خو دسیمو دنیولو خبره يې تایید نه کړه .
له کجکي سره ترڅنګ اوس مهال دسیمي اوسېدوونکي وايې چي په سنګین ، نوزاد ، او موسی کلا کي هم حالت سم نه دی او ډیری وختونه دجګړې او ماین چاودونو پیښي رامنځ ته کیږي .