کور / تازه خبرونه / د سولې په موخه به د سیاسي فساد ځالې لمنځه وړو

د سولې په موخه به د سیاسي فساد ځالې لمنځه وړو

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وایي سولې ته د زمینې برابرولو په موخه به د سیاسي فساد ځالې لمنځه وړو .
نوموړی دغه خبرې نن ( چهارشنبه) د میدان وردګو ولایت د سولې ولایتي کمیټې له غړو سره د ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه،د سولې پر وړاندې شته یو ستر خنډ سیاسي فساد دی او د دغه فساد د لمنځه وړلو په موخه به په ګډه کار کوو.
ده وویل د سولې په ولایتي کمیټه کې د دې ولایت مخور او با نفوسه کسان شتون او دوی کولای شي،چې په دغه برخه کې بریالي ګامونه ترسره کړي او له دې وروسته به د دوی سره ولایت مقام په هره برخه کې همکاري وي .
د میدان وردګو والي په وینا د بیارغونې بهیر د کموالې،بې روزګارۍ او نور لاملونه هم شته،چې یو شمېر وروڼو نورو لارو ته مخه کړې او هڅه به وکړو،چې دوی ته کارې زمینې برابرې او د بیارغونې چارې پیل کړو .
هغه وایي د سولې بریالیتوب لپاره دیني عالمان،مخور،قومي مشران،جهادي څېرې، ځوانان،مدني ټولنې،سیاسي ډلې او ګڼ شمېر نور به هڅو تر څو د سولې چارو د بریالیتوب په موخه د سولې ولایتي کمیټې سره همکار پاتي شي .
په جوړه شوې غونډه کې د سولې ولایتي کمیټې مشر او غړو یې هم د دوی لخوا د ترسره شویو کړنو معلومات د میدان وردګو والي ته ورکړل او همدا راز یې یو شمېر ستونزې له دوی سره شریکي کړې