کور / خبرتیا او پيغامونه / بلجيم انتورپن:د افغانانو د مسجد خبرتيا

بلجيم انتورپن:د افغانانو د مسجد خبرتيا

دافغانانو په جامع جومات کې د قران الکریم ختم شروع شو
نن پنجشنبه د جولایې د مېاشتې اتلسمه چې د روژې مبارکې مېاشتې له لومړۍ سره برابره ده، د بلجیم هېواد په انتورپن ښار د افغانانو په جامع جومات کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو د برکت او فضیلت له مخې د اسلام د سپیڅلي کتاب قران الکریم ختم شروع شو.
د قران پاک ختم د قاري حسین احمد یوسفزي په امامت پېل شو چې په راتلونکو شپو کې به قاري عبدالبصیر هم ورسره په دی مبارک ختم کې د قرائت برخه اخلي چې دغه مبارک ختم به په دوهمې لسېزې کې انشاالله تر سره شي.
د یاد ختم د شروع څخه د مخه قاري حسین احمد یوسفزي په خپلو لنډو خبرو کې راغلي ګډون والو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ددې برکتناکې مېاشتې مبارکې وړاندې کړه او د راغلي برخه والو څخه یې هېله وکړه ترڅو په دی مبارکه مېاشت کې د صبر، حوصېلې څخه کار واخلي او د راتګ او دجومات څخه دبېرته تګ پر وخت د نورو خلکو د بی خوبه کیدو یا ازار سبب ونه ګرځیږي.
د تراویحو د لمانځه په اخر کې ښاغلی کاکړ هم د روژې مبارکې مېاشتې د فضلیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان او ټولې نړۍ مسلمانانو ته یې د دې مبارکې مېاشت په برکت د دعا لاسونه پورته کړل.
سهــراب سهــار
دافغانانو کلتوري ټولنه،انتورپن، بلجیم