کور / سياسي / لطيف پدرام سر ورکوی خو مقام ترلاسه کوي

لطيف پدرام سر ورکوی خو مقام ترلاسه کوي

سويډن / مالمو
د۲۰۱۵ ز کال دجون ۱۷
دلطيف پدرام څرگندونې دافغانستان د تاجکودلوی قوم لپاره سپکاوی بولم .
دادقدرت ليونی اوپردی پلوه غواړی په خپلو غولونکو خبرودتاکجو قوم په ځان پسې روان کړی ، ترڅو امريکااونړيوال زبرځواک ورته متوجه سي ،ترڅوپه راتلونکی کښي پردې ايران روزل سوی سرمايه گذاری وکړی .
همدا څوشېبې وړاندي مې په فيسبوک کي يوه وېډيو واورېدل چې لطيف پدرام وايي .زما اصلی هدف دادی چې دتاجکانو عالي سراسری شوراجوړه سي .داايران پروره وايي کله چي زه دي کنفرانس ته راتل نودارگون ،کندهار،هلمند ،غزني ،لوگر اونوروولايتونه نه ((دری ژبو)) تاليفون راته وکړچي تاسو ولی موږ هير کړیپ يو،يوازي دپنجشيراوپروان تاجکان سته مور هم يو . دادروغجن پدې نه پوهېږي چي دده دخبروپه اوريدوبه ټول باور وکژی ددې ۱۶ ولايتو دری ژبی اوتاجکان له کومه پوه سول چي دادتاجکانو پيغمبر يوې غونډی ته چي هلته به دتاجکانو دنجات رهبرخبری کوی روان دی ؟؟؟ دي دروغجن چي درواگ یې وويل ،خپله خبره هيره کژه سمدواره وايي تاجکان چي هر چيري وي بايد په کليو اوولسواليوکي خپلې ټولنې ولري .
دلطيف پدرام تبلېغات ملی وحدت ته سترزيان اوداساسی قانون دټولو مادو خلاف حرکت دی .دولتی مشرتابه لخوا ددي ډول کسانو حرکتونو اوتبليغاتو پر وړاندی چي ملي اختلاف ته ددولتی امکاناتونه په استفادې سره لمن وهی چوپتيا ملي خيانت بولو .
په پښتوکي متل دی وايي : ((آس یې نعلاوه چنگښې هم پښه پورته کړه.))
زه چي ورته گورم لطيف پدرام دنورواکټونه کوی اوپدې باوردی چي له دي لارې به کوم مقام ترلاسه کړی اوددې ترڅنگ داخبره کوم چي لطيف پدرام يوازنی کس پيدا سو چي له افغان دښمنوسره یې ومنل زه دافغانانوپه منځ کي قومی بي اتفاقۍ ته په لمن وهلوکي دسرپه قيمت حاضريم .اودادی دسرپه سترگویې گوروچي دعراق ،سوريې ،مصر ،يمن ،ترکې ،پاکستان ،هندوستان ،بنگلدېش اودنوروهيوادونوکي پيل سوی لعنتی اوبشری خلاف دقومونوترمنځ اختلاف رازېږولو پروسې يوله سرکښو اوسرورکونکو لارويانوڅخه دی .پدرام سر ورکوی خو مقام ترلاسه کوي .
لطيف پدرام پدې ۱۳ کاله کوښښ وکړچې يومقام ترلاسه کړی ، خو دانورو پرې نښود .اوس یې دتاجکونه ددفاع ډول غاړی ته اچولی اوپدې نامه چې عملا داساسی قانون خلاف حرکت دی اوپه واحد افغانستان کي قومی اختلاف ته لمن وهئ ،ترڅويومقام ترلاسه کړی .پدرام دشمالی ټلوالی نه خفه دی ، کوم مقام چې دې ايران پلوه غوښت ور ئې نکړی اوداشرف غني ددربار دروازې ئې هم وټکولې لکه چې څه یې ندی ترلاسه کړي .ځکه خو اوس دايرانی اوخوندانوپه هدايت چي ۱۲ کاله پخوا یې په مطبوعاتوکي په ډاگه وويل ((من به کلتورايرانی افتخارميکنم )) اوس غواړی تاجکان دايرانی اخوندانو نوکران وگرځوی اوپدي شکل ددې ډارنو مشرانونه مقام ترلاسه کړی .