کور / هراړخیز / د میدان وردګو ولایت غذایی او کرنیز سیستم: ستونزی او د حل لاری

د میدان وردګو ولایت غذایی او کرنیز سیستم: ستونزی او د حل لاری

لیکوال: سید محمد نعیم خالد – د کرنیزو او غذایی علومو ماسټر
د میدان وردګو ولایت غذایی او کرنیز سیستم: ستونزی او د حل لاری
Food and Agricultural System in Maidan Wardak: Challenges and solutions
لیکوال: سید محمد نعیم خالد – د کرنیزو او غذایی علومو ماسټر
نن ورځ د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو که کوښښ کیږی چی محلی خواړه او کرنیز محصولات استعمال کړی. ددی لامل دادی چی دا خلک د چاپیریال، د خلکو روغتیا او د هغوی د اقتصاد د بهبود په خاطر دا کار کوی. د بیلګی په شان د اوروپا د اتحادیی په اړونده هیوادونو که ځینی معیارونه چی غذا او کرنیز محصولات به په خپل لیبل باندی د جغرافیایی نښو ایښودل جبری یا ضروری دی. په فرانسه کی یو لیبل دی چی ورته لیبل غوژ (سور لیبل) دی چی د هغه په بنسټ د چرګ غوښه او هګوۍ په خاصو شرایطو که تولیدیږی او د هغه قیمت د نورو هکیو او غوښو په پرتله څه ځله لوړ وی.
د میدان وردګ ولایت د کرنیزو محصولاتو د تنوع په لرلو سره یو مناسب سیستم لری چی البته په ډیر رسمی شکل سره تر اوسه تباروز ندی کړی. ددی لامل د مارکیت څخه لیری والی، د خلکو ضعیف اقتصادی حالت او د سولی نشتون دی. پدی ولایت که بیلا بیلی میوی، سابه او نور کرنیز محصولات تولیدیږی. کله چی د سیستم څخه خبره کیږی نو موږ د تولید څخه تر مصرف کوونکی پوری د غذا ترانسپورت او انتقال څیړو. پدی کی د تولیدی عواملو (سره، تخم، ماشین آلات، څمکه او اوبه) مطالعه، د بوټو او حیواناتو روزل، مدیریت ، د محصولات پروسس او تولید، د محصولات توزیع او ددی ټولو مخکنیو مرحلو په ترځ کی د هغوی د کیفیت او مصونیت څخه نظارت کول شامل دی.
په میدان وردګو ولایت کی ځینی پورته یادی شوی مرحلی شتون نلری یا ډیری ضعیفی دی. مثلا د تولیدی عواملو ته لاس رسی. دا ولایت با وجود ددی چی کابل ته جوغت پروت دی بیا هم منظم د تولیدی عوامل مارکیت نلری نو بزرګران ددی پخاطر باندی نشی کولی په منظم ډول سره سرو، تخمونو، نیالیګیو او ماشین آلاتو ته په وخت سره لاس رسی پیدا کړی. دوی کولی شی د غزنی او کابل ولایتونو څخه دا مواد په لوړه کچه را ونیسی او د ډیر وخت لپاره هغه په خپل کور کی وساتی. دا کیدای چی د دی موادو د کیفیت د خرابیدو لامل شی. علاوه ددی د کلیو یا ولسوالیو په هټیو کی دا مواد واخلی مګر قیمت او کیفیت یی تثبیت نه وی.
د تولید په لړ کی هم د میدان وردګ ولایت ډیری بزرګران ستونزی لری. دا ستونزی عمدتا تخنیکی ستونزی دی. ددی څو تیرو کلونو په ترڅ که دا ولایت د هغه جهاد د وخت د جنګونو په ځیر وو. انکشافونه کارونه ډیر محدود وو، موسسات د امنیتی ستونزو له کبله هلته نه تلل. دا عامل شو چی بزرګران ونشی کولی نوی کرنیز تخنیکونه او لاری چاری زده کړی او د هغه له لاری خپل حاصلات ډیر، با کیفیته او په منظم ډول مارکیت ته وړاندی کړی.
یوه دوست می راته قصه کوله چی په جغتو ولسوالی کی یو نفر هم انسانی درملتون او هم زراعتی درملتون لری. معنی دا چی هغه نفر د زراعت څخه فارغ ندی او زراعتی درملونه د تجربی په اساس خرڅوی. نو پدی ډول کله چی یو بزګر یو درمل اخلی او هغه په خپله مزرعه که استفاده کوی، د هغه د اضرارو ، مناسب استعمال، د دوز یا اندازی کم یا زیاتوالی ټولی هغه ستونزی دی چی بزګران ورسره مخ کیږی. کله چی یو درمل چی په واقعیت کی زهر دی، په غیر منظم ډول سره استعمال شی نو هغه د استعمالوونکی، د هغه د کورنۍ او چاپیریال لپاره مضر واقع کیدای شی. نو پدی ډول فرد، د هغه کورنۍ، د هغه د مزرعی حاصلات چی خلکو ته رسږی ټول ناپاکه او په زهرو ککړ وی.
د اوبو او سرو غیر منظم استعمال هم د دی سیستم په ترځ کی یو لړ ستونزی منځ ته راوړی چی کیدای شی کیفی او یا د خوړو د مصونیت سره ارتباط ولری. دا دواړه کولی چی د کرنیزو محصولات د بدرنګه، بی مزی، بد شکله او بد بویه کولو لامل شی. نو ددی له امله چی کله محصول ورسږی په مارکیت کی خریدار نلری.
د کرنیزو محصولات او څارویو روزنه یو ډیر ستونزمن کار دی. یو بزګر باید وپوهیږی چی کوم وخت ښاخه بری وکړی، کوم وخت یکه کاری وشی، کوم وخت شنه ښاخه بری وشی، کوم وخت دوا استفاده شی، کوم وخت خپل حیوانات وترنر ته وښیی او یا د هغه څخه د غوایمه کیدم، بلاربښت او شیدو ورکولو په وخت کی څنګه نظارت وکړی. دا ټول هغه عوامل دی چی په پای کی د محصولات د کیفیت د ټیټیدو او مصونیت د له منځه وړلو لامل کیږی.
د حاصلاتو د ټولو مرحله ډیره مهمه ده. په وردګو ولایت کی ډیری بزګران د مڼو او زردالیو باغونه لری. دا دواړه هغه محصولات دی چی ټولول یا رفع حاصل یی باید ډیر په دقت سره وشی. زموږ بزګران مڼی پداسی شکل د ونو څخه شکوی چی د مڼی تبخیر ډیروی. او ددی سره سم هغه ښاخ چی مڼه ورباندی شنه وی هغه هم شکوی نو دا ددی لامل کیږی چی کال ته هغه ښاخ بیا مڼه ونکړی. لمړۍ ستونزی په پام کی باید ووایم چی اکثریت کرنیز محصولات وروسته د رفع حاصل څخه باید زر ترزره څه ناڅه یخ شی او هغه ډیره ګرمی یی د منځه لاړه شی. دی ورته هغه ډنډرونه چی په مڼو کی تر اوسه پاتی وی هغه باید لیری شی او په هغه ځای کوچینی سریښناکه لیبلونه ووهل شی چی د زخم څخه د تبخیر مخه ونیسی.
بله مرحله د سورتنګ او درجه بندی ده. بزګران ډیری محصولات چی ټول کړی نو هغه د سایز، رنګ، مزی، بوی، نوعیت او داسی نورو مشخصاتو په لرلو سره یو د بل څخه نه ګوښی کوی. په ځینو که حتی ناروغه او په آفاتو اخته محصولات هم ورسره یوځای وی چی د نورو جوړو محصولاتو د خرابیدو لامل کیږی. کله چی سورت او درجه بندی په محصولاتو کی نه وی اول خو یی څوک نه اخلی او کله چی تصمیم ونیسی چی اخلی به یی نو په هغه وخت کی یی قیمت ډیر ټیټ وی. نو لازمه ده چی بزګران دی ټکی ډیر متوجه اوسی. څکه دوی کولی چی غټی سایز لرونکی محصولات، یو رنګ لرونکی محصولات او یا یونوع محصولات په لوړه بیه خرڅ کړی او که چیری ګډ وی نو قیمت به یی ټیټ او بزګر به تاوان کوی.
ددی مرحله څه وروسته مرحله د پروسس د مارکیت سره ارتباط دی. د میدان وردګو اکثریت بزګران نشی کولی په خپله د پروسس د کمپنیو او یا لویو مارکیتونو سره وصل شی. دا ددی عامل کیږی چی محصولات یی په ټیټه بیه د یو دلال لخوا واخستل شی او بیا هغه مربوطه ځای ته انتقال شی. که چیری بزګر وکولی خپل محصول مستقما د پروسس کمپنۍ یا لوی مارکیت ته په ښه او مناسب وخت کی وړاندی کړی نو ډیره ګټه به وکړی. په اوسنیو شرایطو که لازمه ده چی د ولایت په سطحه ځینی د مڼو او زردالیو د پروسس کمپنی او لوی مارکیتونه جوړ شی. پدی ډول به ډیری بزګران خپل محصولات په وخت، په مناسبه بیه او په سم ډول بیدون د ضایعاتو څخه خرڅوی. دی ته ورته په ولایت کی د کار ډیر فرصتونه هم د خلکو لپاره چمتو شی.
د توزیع مرحله هم په خپل وار سره ډیر ارزښت لری. اوس مهال د میدان وردګو ولایت ډیری محصولات په خاصه توګه مڼی او زردالو په پلاستیکی کڅوړو کی بازار یا مشتریانو ته عرضه کیږی. او ډیری بزګران کوښښ کوی چی خپل محصولات تنها په کابل کی خرڅ کړی. که چیری دوی وغواړی چی خپل محصول داسی ځایونه چی هلته هغه نه وی لکه په کندهار کی مڼی نشته، هلته انتقال کړی نو دوی په سل په سل ګټه کوی. په غیر د هغه د محصولات ضایعات به یی د کڅوړو له کبله ډیر وی او په ټیټه بیه به تر خرڅیږی.
یوه خاصه مرحله چی اوس مهال زموږ بزګران ورڅخه بی بهری دی هغه د ذخیرو او یخو خونو نشتون دی. البته د ولایت په سطحه به ۴-۶ پوری ذخیری موجودی وی مګر ټول بزګران د هغه څخه استفاده نشی کولی. که چیری دوی ذخیرو ته لاس رسی ولری او یا دوی ته د کرنیزو محصولات مناسب او ستندرد د ذخیری لاری چاری وښودل شی نو کولی شی د دوی محصولات ضایع نشی د وخت ارزښت ورباندی علاوه کړی او مناسب قیمت یی وپلوری.
د وضعیت د ښه کولو لپاره څینی وړاندیزونه:
بزګر ضرورت لری چی ښه او با کیفیته تولیدی عواملو ته لاس رسی ولری. د دولت مسولیت دی چی دوی ته د تولیدی عوامل د کیفیت ضمانت وکړی او هغوی ته په نژدی ځایونو که د لاس رسی وړ وی.
د کرنیزو عملیاتو تریننګونه او لارښونی باید بزګرانو ته ډیری شی. د میدان وردګو ولایت بزګران د تیرو څو طلایی کلونو په لړ کی د هر ډول مرستو څخه لیری پاتی وو. نو د کرنی ریاست او د ولایت مقام باید کوښښ وکړی چی ډیری موسسی هغه خواته بوزی او د بزګر سره کار وکړی نه په دفتر کی. اوس مهال کیدای شی ځینی دفترونه په میدان ښآر کی وی مګر کرنه یو عملی او د بزګر تر مخ د هغه په پڼی که باید هر څه ورته وشی.
د ولایت په سطحه د ناقوننه کرنیزو درملتونو مخه ونیول شی. څکه چی د خلکو ژوند د ډیری داسی خوړو له کبله چی هغه کی دغه درملونه استعمال وی، منځ ته راځی. د بیلګی په ډول سرطانونه، د اطفالو مړینه، د نویو اطفالو مخکی له زیږیدو سقط او داسی نور ډیری ستونزی ورڅخه پیدا کیږی.
د محصول ټولولو، سورتنګ، درجه بندی، بسته بندی او د ذخیره کولو چمونه باید بزګرانو ته انتقال شی. البته تیوری تریننګونه به ډیر مفید نه وی. لازمه ده د بزګر سره په مزرعه کی یوځای کار وشی او هغه مناسب او ستندرد کارونه وښودل شی.
د پروسس کمپنۍ او لوی مارکیت د ولایت په سطحه باید جوړ شی. هره ورځ یو غریب بزګر نشی کولی چی دوه کڅوړی مڼی کابل یا غزنی بازر ته انتقال کړی. لازمه ده چی هغوی ته یو لوی مارکیت جوړ شی او ډیر د بزګرانو لخوا مدیریت او تنظیم شی. معنی دا چی بزګران مشر ولری، ټول ورته معاش ورکړی او هغه یی د مارکیت د تنظیم او رهبرۍ چاری په مخ بوزی. علاوه ددی د پروسس کمپنۍ د ولایت په سطحه ډیره اړینی دی. دا مهمه نده چی کمپنۍ باید ډیره غټه ، ډیره مډرنه او نوری نړۍ په سطحه د وی. بلکه یوه ساده او ابتدایی کمپنۍ چی د محلی مارکیت لپاره مختلف پروسس شوی محصولات وړاندی کړی.
«««پای»»»