کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل(۲)

دروژې فقهي مسایل(۲)

دروژې تعریف:
له سپیدو څخه ترلمرلویدو د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او جماع څخه منعی ته روژه ویل کیږي. (عالمګیری ۱/ ۱۹۴)
۲:
په کومو هیوادونو کی چي شپږ میاشتی شپه اوشپږ میاشتی ورځ وي او یاهم هلته تل شپه او یا ورځ وي هلته د روژې حکم:
هلته دي نژدې معتدل (ګاونډي ) وخت در لودونکی ملکونه معیار وګرځول شي او دشپې او دورځې په اړه دي د هغه ځای له نظام الاوقات سره سم لمونځ او روژه اداء او ونیول شي.
(شامی زکریا ۲/ ۶۲۳)
۳:
روژه پر چا فرض ده؟
د روژې د میاشتی نیول پرهرعاقل، بالغ اوغیر معذور مسلمان باندی فرض ده.
(عالمګیری ۱/ ۱۹۵)
۴: په کومو حالاتو کی د روژې نیول درست نه دی؟
د حیض او نفاس درلودونکې میرمنې ته د روژې نیول درست نه دي خو وروسته یی قضاء پرې لازمیږي.
( طحاوي علی المراقی ۳۴۸)
۵: د کومو عذرونو له کبله د روژې نه نیول رواه دي؟
ناروغه، مسافر، ماشوم ته تی ورکونکې میرمن، د ناروغه محافظ ( کله چي دهغه روژه نیول ناروغه ته تاوان رسوي)، ډیرکمزوری، د تندی او لوږی له کبله مجبور، مجاهد فی سبیل الله (په دې شرط چي روژه یی جهاد ته نقصان وي) ، لیونی اوبې هوښه کولای شي چی روژه ونه نیسی کله چی دا عذرونه ختم شی نودروژې قضادي راوړي ؛ که کوم داسی کس چی دروژې پر نیولو توان نلري په بدل کي دی فدیه (د یوې سرسایې په اندازه) ورکړي.
عالمګیری ۱/ ۲۰۲- ۲۰۸
۶: تر نصف النهار وړاندی نیت کول درست دی:
ترنصف النهار وړاندی که د روژې د اداء نیت وشي نوروژه درسته ده.
(هندیه ۱/ ۱۹۵)
۷: په خوله نیت ویل اړین نه دی:
اړینه نه ده چی نیت په خوله وویل شي بلکې صرف په زړه کی اراده کول کا فی ده، او دروژې لپاره د پیشلمې خوراک هم د نیت پر ځای دریدای شي.
(هندیه ۱/ ۱۹۵، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۸)
۸: له نیت پرته لوږه روژه نه ده:
که یوچا ټوله ورځ نه خوراک کړي وي او نه ئې څښاک کړی وي تر ماښامه پوری او په زړه کي ئې دروژې اراده نه وی نو دغه روژه نه صحیح کیږي.
( هندیه ۱/ ۱۹۵)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر
ستاسوددعاوومحتاج