کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل(۳)

دروژې فقهي مسایل(۳)

۹: بې پیشلمې روژه صحیح ده:
که څه هم پیشملې کول سنت دی خوکه یوڅوک بیله پیشلمي روژه ونیسی او د روژې نیت ئې کړی وي روژه ئې درسته ده.
( فتاوی دارالعلوم دیوبند ۴/ ۳۹۶، شامی زکریا ۳/ ۴۰۰)
۱۰:په کومو روژو کی نیت له شپې څخه ضروري دی؟
درمضان د قضایي روژو، غیرمعین نذر، دکفارې د روژو اوهمدا ډول دهغو نفلي روژودقضاء لپاره چي ترشروع وروسته فاسدي شوی وي- ترسپیدوترچاودلو مخکی ئې نیت کول ضروری دی او که چیری یی نیت دسپیدو ترچاودلو مخکی ونشی روژې ئې صحیح نه دي.
( هندیه۱/ ۱۹۶)
۱۱:که ښځه تر سپیدوچاودو وروسته له حیض او نفاس څخه پاکه شوه روژه دي نه نیسي:
که ښځه ترسپیده چاودو وروسته په ورځ کي هروخت له حیض او نفاس څخه پاکه شي نودهمدغی ورځي روژه دي نه نیسي بلکې وروسته دي د هغې قضاء راوړي.(تنویرالابصار ۳/ ۳۴۲)
۱۲: که ښځه په شپه کي پاکه شوه بیائې حکم؟
که کومه ښځه ترسپیده چاودو وړاندی له حیض څخه پاکه شي نو دا لاندي صورتونه ئې دي:
الف: که هغه ترلس ورځي حیض وروسته پاکه شوه نواوس که ترسپیدو وړاندی هغه دغسل وخت لري اوکه نه په هرحال هغه به دراتلونکی ورځي روژه نیسي.
ب: که ترلس ورځي په کم وخت کی پاکه شوه نوودې ته کتل کیږي چي ترسپیده چاودو وړاندی دغسل په کولوهغه پاکیدای شی که یا؟ که دومری وخت وو چي پاکیدای شوای نودراتلونکی ورځي روژه دي ونیسي. اوکه دومری وخت نه وو چی غسل وکړی یعنی دسپیدوپروخت باندی پاکه شوه نوپه دغه صورت کي به دا دراتلونکی ورځي روژه نه نیسي بلکې ورسته به ئې قضاء راوړی.
(هندیه ۱/ ۲۰۷)
۱۳: هغه کارونه چي روژه نه په فاسدیږي:
په هیره خوراک، څښاک او جماع کول داروژه نه فاسدوي. (مراقی الفلاح ۳۶۰)

۱۴: دا کارونه په روژه کي پروا نلري:
په روژه کي مسواک وهل، سترګی تورول، په سترګوکي دوااچول، خوشبویی استعمالو داپه روژه کي رواه دي په دې سره روژه نه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹، جواهرالفقه ۱/ ۳۷۹)
۱۵:په روژه کی د وینې معاینه کول:
دروژې په حالت کي د وینې معاینه کول روژه نه فاسدوي.
(هندیه ۱/ ۱۹۹، قاضی خان ۱/ ۲۰۸)
۱۶: بې اختیاره خولې ته دمچ او دود ننوتل:
بې اختیاره ستوني ته دمچ او دودپه ننوتلوسره روژه نه فاسدیږي.
( شامی زکریا ۳/ ۳۶۶، شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج