کور / تازه خبرونه / افغانستان: د ولسي جرګې د کار دوام او د ولسمشر بیړنۍ پریکړې

افغانستان: د ولسي جرګې د کار دوام او د ولسمشر بیړنۍ پریکړې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د ولسي جرګې د کار د دوام په اړه د ولسمشر پریکړې او په دې اړه پيدا شوو اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

افغانستان:
افغانستان ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د ولسي جرګې د کار دوام او د ولسمشر بیړنۍ پریکړې.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ اصل یوازې د شعار په بڼه پاته شوی او هغو کسانو تل قانون تر پښو لاندې کړی چې د ډیموکراسۍ چیغې وهي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د ولسي جرګې د کار د دوام پرېکړه غیرقانوني ده او زیاته کړې ده چې د ولسي جرګې یوشمېر غړي هم د ولسمشر له دې پریکړې سره مخالف دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ولسي جرګې یوشمیر غړو د ولسمشر د پریکړې په وړاندې یوه طرحه هم جوړه کړې او ممکن ډیر ژر په جرګه کې اعلان شي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په دې اړه خپلې سرمقاله کې لیکلي چې له دې وروسته به ولسي جرګه د لویو پریکړو واک ونه لري او حکومت به هم خپل سري کارونه کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ولسي جرګې د غړو هره پریکړه له دې وروسته مشروعیت نه لري او د وکیلانو شنه کارتونه هم د سرو په ډله کې حسابیږي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د ولسي جرګې کار ځکه تمدید شو چې اوسنی مصلحتي حکومت پر ځینو انتخاباتي مسایلو اختلافات لري او تراوسه یې د انتخاباتو د اصلاح کار هم نه دی پيل کړی.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د ولسي جرګې ستونزه او د قانون حاکمیت.

لیکوال ویلي چې د سترې محکمې دا پریکړه قانوني نه ده چې د ولسي جرګې کاري موده یې تر راتلونکو انتخاباتو پورې وغځوله.

د مطلب لیکوال ویلي، په دې برخه کې د اساسي قانون ماده هم ګونګه ده؛ هغه دا چې ویل شوي چې د سرطان په لومړۍ نیټه باید ولسي جرګه منحل شي؛ خو دا نه دي ویل شوي چې د دې کار عواقب به څه وي او څوک به د حکومت پر کړنو څارنه کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې ویلي چې د انتخاباتو کمیسیون د انتخاباتو د سیستم د اصلاح لپاره یوه طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې په دې طرحه کې په لنډمهال او اږدمهال کې د انتخاباتو اصلاح ته پلانونه ترتیب شوي او د رایه ورکونکو د لست په موجودیت ټینګار شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې دا طرحه په پنځوسو پاڼو کې جوړه شوې او د انتخاباتو کمیسیون درې میاشتې کار پرې کړی دی.