کور / تازه خبرونه / د برېښنا پر پرې کېدو غبرګون و ښوول سو

د برېښنا پر پرې کېدو غبرګون و ښوول سو

د لغمان په سلګونه ولسونو د یو لاریون په ترڅ کې له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د را لیږدول شوې بریښنا په پرې کیدو سخت غبرګون ښکاره کړ.
دغه لاریون کوونکي چې مدني فعالان او عام ولسونه په کې شامل ول په خپلو شعارونو کې یې د تیرو څو ورځو راهیسې د سروبي ولسوالۍ اړوند د وزبین په سیمه کې د بريښنا د پرې شویو مزو د ژر تر ژره تړلو غوښتنه کوله او له مرکزي دولت یې غوښتل چې ددغې ستونزې د همیشني حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې ټلیفوني اړیکې له لارې د افغانستان بریښنا شرکت لوی رئیس ښاغلي صمدي سره د ولسونو دغه ستونزه شریکه کړه او له هغه یې وغوښتل ترڅو د دایمي حل په برخه کې یې لاس په کار شي.
لاریون کوونکو ویل چې دا مهال ډېری جوماتونه او مدرسې بې برقه دي او په روغتونو او کورونو کې په زیات شمیر خلک له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي نو څو مره ژر چې کیدای شي باید دا مسله د همیشه لپاره حل شي تر څو ولسونه په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نشي.