کور / تازه خبرونه / د لغمان ولسونو په غوڅ اکثریت سره د ولسي جرګې د غړو د کار د نه دوام پریکړه وکړه

د لغمان ولسونو په غوڅ اکثریت سره د ولسي جرګې د غړو د کار د نه دوام پریکړه وکړه

د لغمان ولایت د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو، حقوق پوهانو، د مدني ټولنو استازو او د پوهنتون استادانو د یو پریکړه لیک په لاسلیکولو سره په غوڅ اکثریت پریکړه وکړه چې د ولسي جرګې غړي دې کار ته دوام نه ورکوي او د قانون سره سم د چنګاښ په لومړۍ نیټه چې قانوني وخت یې پوره کیږي باید د ملت د کور دروازه د دوی پر مخ وتړل شي.
په دغو کسانو کې یو شمیر چې د ولسي جرګې د غړو د کار د دوام غوښتنه یې درلوده، په دې نظر و چې که د کار د دوام اجازه ورکول کیږي نو امتیازات دې ورڅخه واخیستل شي او ځیني محدودیتونه دې پرې هم ولګیږي.
همدارنګه دغو کسانو په خپلو وړاندیزونو کې په راتلونکي کې د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کیدو په خاطر غوښتنه درلوده چې د ټاکنو کمیسیون په ترکیب کې دې مثبت تغیرات رامنځته، وړ، په کار پوه ، امین او ریښتیني کسان دې په کې په دندو وګمارل شي.
د یادونې ده چې په دې ملي مسله کې د پورته ذکر شویو بیلا بیلو قشرونو لاسلیک شوی پریکړه لیک د ولایت مقام له لوري رسما د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته استول شوی تر څو د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک شي.