کور / تازه خبرونه / د يوناما رئېسي د UN د کورنۍ د هڅوني ژمنه وکړه

د يوناما رئېسي د UN د کورنۍ د هڅوني ژمنه وکړه

د پرمختیايي پروژو په برخه کې به د ختیځ زون د UN ټوله کورنۍ دې ته وهڅوم چې ستاسې د لومړیتوبونو او پلان هر اړخیز او کلک ملاتړ وکړي.( هیرنګ سونګ)
په ختیځ زون کې د یوناما رئیسې هیرنګ سونګ د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د UN د کورنۍ د استازو په شتون کې په ډاګه کړه چې د ښاغلي نعیمي د هغه پلان او لومړیتوبونو چې د پرمختیايي پروژو په برخه کې یې له ځانه سره لري په کلکه ملاتړ وکړي او د هغې په پلې کولو کې به ور سره د یادې کورنۍ استازي دې ته وهڅوي چې په پوره صداقت او امانتدارۍ ور سره مرسته او همکاري وکړي.
هغه غونډه چې نن د ولایت په مقر کې جوړه شوې وه لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یو این د کورنۍ استازو ته په خپله وینا کې وویل که غواړو چې د بې کارۍ کچه راټیټه او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مو عملا ګام پورته کړی وي نو پکار ده چې په دې ولایت کې د پرمختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې خپله پاملرنه نوره هم جدي کړو.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه زه خوښ او خوشاله یم چې له نیکمرغه په ختیځ زون کې UN ډېر زیات فعال دی نو غږ پرې کوم چې د لغمان ولایت د پرمختیايي پروژو د تطبیق، د امنیتي ځواکونو سره د همکارو ادارو د مرستې، د عدلي او قضايي ارګانونو سره په تعمیراتي او ټکنالوژیکي او نورو ټولنیزو چارو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لغمان والي هغوی ته په خپله وینا کې وویل چې زه په کار نه ستړی کیږم زما لپاره دا مهمه ده چې څنګه وکولی شو په ګډه سره دغه وضعیت نارمل حالت ته را وګرځو.
په پای کې د یو این ادارو استازو په وار سره په خپلو خبرو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته په خپلو اړونده برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.