کور / تازه خبرونه / د پوهني رياست په چوکاټ کي ګوندي چال چلند د منلو وړ نه دئ

د پوهني رياست په چوکاټ کي ګوندي چال چلند د منلو وړ نه دئ

د پوهنې ریاست په چوکاټ کې را ته هیڅ راز ګوندي او توپیري چال چلند د منلو وړ نه دی.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د پوهنې ریاست د رهبرۍ سره په ناسته کې وویل چې ښوونکی د معنوي پلار حیثیت لري او دا تمه ترې کیږي چې راتلونکي نسلونه په لوړو اسلامي او انساني اخلاقو وروزي او په دې برخه کې له هر راز ګوندي او توپیري چال چلند څخه په کلکه ډډه وکړي.
ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې د پوهنې رئیس ته سپارښتنه وکړه چې دا مهال د یاد ریاست په چوکاټ کې د ۳۷۷ خالي بستونو په ډکولو کې د جندر د رعایت موضوع جدي وګڼي او په دې برخه کې هڅه وشي هغه ښځینه چې وړ او په کار پوه وي په دغه اداره کې په دنده وګماري.
همدارنګه لغمان والي عبدالجبار نعیمي د نشه یي توکو د کرکیلې، استعمال او خرڅلاو په مخنیوي کې د پوهنې د کاروان د لارویو رول مهم وګڼه او زیاته یې کړه په هغه ځای کې چې هیڅ عسکر نه وي، هلته تاسې د نظام عسکر یاست او د دغې شومې پدیدې مخنیوی به کوئ.
په دغه ناسته کې لغمان والي د یاد ریاست رهبرۍ او ټولو ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په هیواد کې د تل پاتې سولې، ثبات او ډاډمن امن د ټینګښت په موخه په خپله برخه کې پراخ عامه ذهنیت رغونکي پروګرامونه تر سره او له دې لارې د سولې او ملي یووالي پیغام تر هر کوره ورسوئ تر څو په هیواد کې د رغنیزو کارونو پلې کیدا ته زمینه برابره شي.
د ناستې په پای کې ښاغلي نعیمي د پوهنې ریاست رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې د ښه او باکیفیته تدریسي سیستم د پیاوړي کولو په برخه کې په ټوله مانا له تاسې سره ولاړ یم او په هغه برخه کې چې کمیانې حس کوئ، په اړه یې وړاندیزونه ترتیب او په مرکز کې یې له خپلې اړونده ادارې سره شریکې کړئ تر څو په راتلونکي کې ستونزه موجود نه وي.