کور / سياسي / تور او سپين ليستونه که د دوزخ او جنت کليسايي ټکټونه

تور او سپين ليستونه که د دوزخ او جنت کليسايي ټکټونه

بسم الله الرحمن الرحيم

امريکا او نورو ملګرو يې په نړۍ کې له څو لسيزو راهيسې عجيبه غوبل رامنځته کړی دی. هر څه د خپلو موخو له مخې تلې او بيا يې له خپل مکار غلبېل څخه چڼوي. د چڼولو په دې اشر کې د مکارۍ لومړی مقام ګټونکی انګلستان ورسره پخه ملګرتيا لري،‌چې پايله يې له ورايه څرګندېږي. دوی ته خپلې موخې له هر څه غوره او معتبره دي او تل هڅه کوي،‌چې په هره روا او ناروا لار ځانونه ور ورسوي.
دوی هدف ته د رسېدو لپاره د داسې پراخو او اوږدو جنګونو بنسټ ږدي،‌چې د نړۍ نور هېوادونه هم په کې ورښکېل کړي او له هغوی څخه د وسيلو په توګه ګټه پورته کړي.دوی؛ نړۍ د خپلو ډالرو په مټ په بېلابېلو تبليغاتي،‌فکري، سياسي، اقتصادي او اجتماعي مکاريو کې انحصار کړې او د منتر او جادو په وسيله يې لا تراوسه تر خپل دم لاندې ساتلې ده.
لکه څنګه، چې څرګنده ده دوی په نړۍ کې هغو اسلامي هېوادونو او مسلمانانو ته سترګې برګې کړي دي او خپل ټول قدرت او ځواک د دوی د له منځه وړلو لپاره کاروي،‌ چې په هېواد او نړۍ کې د اسلامي‌ نظام غوښتونکي او پالونکي دي او په دې لار کې بېلابېلې هلې ځلې ترسره کوي.
خو عجيبه لا دا ده، چې دوی اسلامي هېواد پر بل اسلامي هېواد ويجاړوي او بمباروي او مسلمان پر بل مسلمان وژني او غلبيلوي. په نړۍ کې د دوی دا مکارې ډرامې او مکارې نندارې ښه په درز او دروز کې رواني دي. د هر هېواد رسنۍ، سياست، اقتصاد، تبليغات او فکر د خپلو ګټو لپاره استعمالوي او په همدې ډول يې په نړۍ کې د خپل ځواک او واک وحشي ځالې ټينګې کړي دي.
امريکا او انګلستان په نړۍ کې د غوبل له پېلولو څخه مخکې له يوې داسې تبليغاتي او فکري وسيلې څخه کار اخلي، چې د نړۍ نور هېوادونه يې له دليل پرته په غبرګو سترګو مني او تر پايه ورسره د ملګرتيا ټټر وهي.
لکه څنګه، چې د اروپا د کليسايي جاهليت په دور ( منځنۍ پېړۍ)‌ کې د کليسا پاپانواو کشيشانو د جاهليت داسې لوبې او نخرې وکړې،‌چې د خلکو ژوند او مرګ يې د خپلو ګټو لپاره ګاڼه او له نورو جاهلو کړنو سربېره يې د دوزخ او جنت ټکټونه په دې دنيا کې هم پر خلکو ويشل او له همدې ځايه يې ورته د جنت او دوزخ پر ټکټ تلپاتې ټاپه لګوله،‌چې دا کار په رښتيا هم د جاهليت وروستی بريد ګڼلی شو. که څه هم د دوی د جاهليت دا نه زغمېدونکي پړاوونه ډېر ونه غزېده او په مقابل کې يې ورو ورو خلکو پاڅونونه او بغاوتونه پيل کړل، خو له بده مرغه هغه جاهلې او ناروا کړنې، چې په منځنۍ پېړۍ کې هم د زغملو نه وي، نن په دې نوي او معاصره نړۍ کې امريکا، انګلستان او نور ملګري يې په اسلامي هېوادونو او مسلمانانو باندې يو ځل بيا په ډېر غرور او تکبر سره تکراروي. او د نړۍ ډېرۍ مسلمانان يې هم په ورين تندي د دوی د دې کړنو ملاتړ او پيروي کوي.
څرنګه چې د کليسا پاپانو او کشيشانو د دوزخ او جنت سرټيفيکټونه او ټکټونه جوړ کړي وو او د يوې معاملې په ترڅ کې به يې پر خلکو له مهر لګولو وروسته ويشل؛ امريکا او انګلستان دې ته ورته، خو په هماغه معنی داسې تور او سپين ليستونه جوړ کړل، چې د نړۍ مسلمانان پرې په ډېرې بې غورۍ راڅرخوي. څه ډول يې چې زړه وغواړي په هماغه ډول يې ليستونه زياتوالی او کموالی مومي او بس د جاهلې کليسا پرمختللی جوړښت دی،‌چې نړۍ او مسلمانانو فکرونه يې پرې بوخت کړي او تر خپلې اغيزې لاندې راوستي دي.
دوی د دې پېړۍ هغه فرعونيان دي، چې د انسانيت او بشريت هېڅ پوله نه پېژنې او نه يې مني، نو ځکه د دې ليستونه معيار هم د دوی پر وحشي او شخصي ګټو ولاړ دی. که څوک د دوی د ناروا او ناانساني کړنو په غبرګون کې سر راپورته کړي او پاڅون وکړي،‌نو بيا د تور ليست ډنډوره ورپسې سمدلاسه جوړه او په دې دنيا يې د دوزخ پر کليسايي ټيکټ مهر ولګېږي او پر وژنه يې لکونو او ميليونونو ډالرو انعامونو تبليغات رسنۍ ښې وشاربي.
د دوی د بشري حقونو نغارې، د ښځود حقونو ډنډورې او د ماشومانود حقونو باجې يوازې او يوازې د خپلو شخصي ګټو ته د رسېدو له مخې رامنځته کړي او نړيوال په ځانګړي توګه مسلمانان يې په رڼا ورځ پرې ښه سم دهوکه کړي دي،‌ چې ځينې ځانته روڼ اندې مسلمانان خو دومره پرې ايمان بايللی، چې د همدوی د راپورونو پر بنسټ خپلې ټولې پرېکړې ترسره کوي او دا يې د خپلې ابدي لارې مشال ګڼلی وي.
که په دې تېر لنډ وخت کې د دوی د پورتنيو نغارو، ډنډورو او باجو ارزونه وکړو، نو دا به موږ ته له ورايه معلومه شي،‌چې لمر په دوه ګوتو نه پټېږي. پر افغانستان او عراق باندې د امريکا او ناټو هوايي او ځمکني بريدونو کې بې شمېره داسې پېښې ترسره شوي دي، چې د ځنګل وحشي قانون هم ورته د حيرانتيا شونډې چيچي.
د دوی په بې شمېره هوايي بريدونو کې بې شمېره ښځې، ماشومان او سپين ږيري د خپلو خټينو دېوالونو لاندې د ابدي
مرګ په خوب ويده شول، خو دلته نه د ښځو حقونو نغاره وډنګېده، نه د بشري حقونو ډنډوره او نه هم د ماشومانو د حقونه باجه، بلکې د دوی رسنۍ لکه د بلبل په څېر په همدې راپور ورکاوه، چې د امريکا او ناټو په ګډه هوايي بمباري کې ګڼ شمېر ترهګر له منځه ولاړل او ځالې يې ويجاړې شوې. د دوی له لوري وژل شوي ښځې، ماشومان او سپين ږيرې ترهګر او دهشت ګرد ګڼل کېږي‌، خو دوی خپل بوش او اوباما د انسانيت او بشريت د معيار لوړ څلی شمېري.
په نړۍ کې د دوی د دوزخ او جنت کليسايي ټکټونو دومره زور اخيستی‌،‌چې هره رسنۍ او هر وګړی يې تور ليست د تباهۍ او بربادۍ په معنی بولي او سپين ليست يې د ژوند، سوکالی او نيکمرغۍ نښه ګڼي، خو نه پوهېږم ، چې نړيوال او په ځانګړي توګه مسلمانان به تر څو په پټو سترګو د يوه داسې جاهلې تګلارې پيروي کوي او د خپل ژوند او مرګ د ښو او بدو پايله يعنې جنت او دوزخ د کليسا په انګړ او د پاپانو او کشيشانو په پرېکړو کې مومي.
د حيرانتيا وړ خو لا دا ده،‌ چې امريکا، انګلستان او نور ملګري يې د کليسايي جاهليت له انساني عقل او فکره لرې کړنې په دې زمانه کې د يوه سپېڅلي انساني او قوي علمي اصولو او پرېکړو پر بنسټ يې په مسلمانانو عملي کوي او دنړۍ مسلمانان خو د دوی تر دومره اغييز لاندې راغلي، چې هر وحشي عمل يې د انساني لوړو کراماتو بېلګې مني او د دوی د کليسايي جاهلې پرېکړې پېښې هم د پوهې، علم او عظمت سيرت او لارښوونې ګڼي.
د نړۍ نور وګړي او مسلمانان خو لا پرېږده، چې زموږ د هېواد د جهاد او ورپسې د مکارې خپلمنځي جګړې مقاومت پنډ، اوږده، درانده او د عقل پاخه او ماړه هم د امريکا، انګلستان او نورو ملګرو له خولې راوتلې هره خبره بس د خپل ژوند او مرګ تلپاتې پرېکړه ګڼله. ټول اسلامي او افغاني ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړل او څرنګه، چې بوش او ټوني بلير غوښتل، دوی هم ورته په هماغه ډول نڅېدل.
امريکا پر افغانستان د بريد کولو لپاره سترګې ښې سرې کړې وې او له بريده مخکې يې څه د ډالرو بې بها ډالۍ وويشلې او ورپسې د دوزخ او جنت لپاره جوړ کړي کليسايي تور او سپين ټکټونه هم اعلان کړل، چې له يوې خوا يې د عياشۍ او فحاشۍ ليونيان په ډالرو مست کړل او له بلې خوا يې ځينې ډارن او ماده پرسته تش په نامه افغانان په دې ليستونه وويرول. بس همدا د افغانستان لپاره د امريکا تر ټولو بريالی او نوميالی ستراتيژي، چې په ډېر لنډ وخت کې يې د افغانستان ډېرې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او بې شمېره افغانان يې د خپلو اقتصادي، سياسي، تبليغاتي، رسنيزو او فکري دامونو کې راګير او د فزيکی غلامۍ تر څنګ يې د تل لپاره فکري او ذهني غلامان وګرځول آن تر دې چې د هېواد د جهاد پخوانی لېډر ټولو کفري ځواکونو په ځانګړې توګه امريکا ته د سوال ځولې غوړولې وه او شيبه پر شيبه يې د افغانستان پر پاکه خاوره او پر مظلومو مسلمانانو د غټو غټو بمونو غورځولو زارۍ کولې. له بده مرغه د دوی ټولو هڅې هم همدا وې، څو قدرت ته ځانونه ورسوي او دغه راز د امريکا د دوزخ له تور ټکټ څخه وژغورل شي او د تل لپاره د جنت په سپين کليسايي ليست کې وياړ ور په برخه شي.
د افغانستان د کورنيو خپلمنځي جګړو هغه وحشي ځناور،‌چې د انسانانو پر سرونو يې ميخونه ټک وهل، د مړو له نڅاوو يې خوند اخيسته، د مظلومو انسانانو پر وژلو يې داړې سرې شوې وې او د نړۍ په وحشت کې د لومړي مقامونو ځای موندلی وو او د انسانيت هېڅ داسې وحشي عمل ترې پاتې نه وو، خو امريکا ته د دوی بې شمېره اخلاص او صداقت کله هم د هېرېدو نه وو، نو د امريکا کليسايي پاپ بې له ځنډه د کليسا د جنت په سپين ليست کې د دوی نومونه ور وټومبل او تر څنګ يې په ډالرو او قدرتونو ښه ونازول،‌چې له بده مرغه لا تراوسه هم همدغه د وحشي ځنګل قانون په دې خاوره کې پلي کېږي.
د نړۍ والو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو د فکري ځواک او قوت کچه له همدې ښه معلومېږي، چې کلونه، کلونه د امريکا،‌انګلستان او نورو زبرځواکو کفري هېوادونو ناروا او کرغېړنو کړنو ته يې د مننې سرونه ټيټ کړي او له دليله پرته يې په دې برخې کې د مرستې او ملګرتيا لپاره لکه د ړندو چرګانو په څېر ور دانګلي دي. د اسلاميت او انسانيت معيارونه او ارزښتونه يې د دوی د برياليتوب او خوښۍ لپاره شا ته غورځولي او تر دم ګړۍ پورې يې يوازې او يوازې د همدوی د خوشحالتيا اوسوکالۍ لپاره زيار او کړاوونه ګاللي دي.
د نړۍ ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو د امريکا، انګلستان او نورو کفري زبرځواکو هېوادونو له دې ويرې، چې د تور ليست منګولو کې راګير نه شي، خپلې ټولې مالي، اقتصادي، سياسي،نظامي او تبليغاتي سرچينې د دوی په واک کې ورکړي دي او د دې ترڅنګ د ړوندو او کاڼو انسانانو او قاضيانو په توګه د امريکا او انګلستان هر ظلم او وحشت د انسانيت او بشريت له سترو او عظيمو کارنامو څخه شمېرې او بې له ځنډه تر ټولو مخکې د مرستې او ملاتړ کوکې او نارې وهي.
دا دې لا تراوسه هم د جاهلې کليسا جاهل پاپ پر نړۍ والو او په ځانګړي توګه پر مسلمانانو د خپلې تېرو جاهلو او فسخه شويو اوتو بوتو ملنډې وهي او د نړۍ مسلمانان همدې جاهل پاپ ته د جاهلې کليسا په انګړ کې له تور ليست څخه د ژغورولو او په سپين ليست کې د ځای موندلو لپاره سلګۍ وهي.
له بده مرغه په دې لا نه پوهېږو‌، چې تر څو به د تور او سپين کليسايي ټکټونو مکارې ډرامې لړۍ وغزېږي او لا به څومره نور مسلمانان د دې دامونو ښکار شي ؟؟؟؟؟؟؟

په درنښت
صفي الله اورياخېل
شنبه، د ۱۰۱۵ کال، د جون مياشتې شلمه