کور / تازه خبرونه / تازه خبر: ولسي جرګه تر سختو بريدونو لاندي ده.

تازه خبر: ولسي جرګه تر سختو بريدونو لاندي ده.

ګړی مخکي د ولسي جرګي وداني مخي ته د موټر په ذريعه ځانمرګی بريد سوی او ورسره هم وسله وال بريدونه پيل سوي.
د تلفاتو په اړه لا تر اوسه معلومات نسته.
نن په ولسي جرګه کی د ملي دفاع وزير د معرفی پروګرام وو او دې پروګرام ته د ولسمشر دوهم مرستيال هم ورغلی.
يو شمېر باوري سرچينې وايي، چي په لومړۍ چاودني سره د پارلمان د وداني هنداري هم ماتي سوي او په دې سره يو شمېر وکيلان هم سطحي زخمي سوي دي.
خو اوس مهال د ولسي جرګې غړي د پارلمان د شاه د دروازې څخه وتلي دي.