کور / تازه خبرونه / داعش په افغانستان کې د نفوذ په لومړني پړاو کې دی

داعش په افغانستان کې د نفوذ په لومړني پړاو کې دی

کابل چاپ ننیو ورځپاڼو تر دېره په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراختیا او له ای. اېس. ای سره د تفاهم لیک پر سر له پاکستان څخه د پېسو د اخیستلو په اړه د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ څرګندونو ته اشاره کړې ده.

انیس:

انیس دولتي ورځپانې په خپله سر مقاله کې لیکلي، پنټاګون په هغه ورستي راپور کې چې د امریکا کنګرې ته یې برابر کړی؛ ویلي چې داعش په افغانستان کې د نفوذ په لومړني پړاو کې دی او دې موضوع ان د افغان دولت وسله وال مخالفین طالبان هم اندېښمن کړي دي.

د انیس په وینا، دا ډول راپورونه او د افغانستان په پولو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او ملګرو د ځواکونو ډېرول او د دغه شان د داعش د پیاوړي کېدلو په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو اندېښنې؛ زموږ د ټولنې روح او روان ځوروي.

انیس وايي، مخکې له دې چې دغه ګواښونه پراخ شي افغانستان باید سیمې او نړۍ ته دا روښانه کړي چې له څه ډول ګواښونه سره مخ دی او نړۍ هم باید د داعش فعالیتونه که څه هم دومره پراخ نه دي؛ خو په هېڅ کې حساب نه کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا په خپله سر مقاله کې لیکي؛ راپورونه وايي، داعش په ننګرهار کې خپلو لیکو ته خلک جذبوي.

سر مقاله لیکونکی د راپورنو په استناد لیکي چې داعش په ننګرهار کې د پاکستان د اسخباراتو او ملیشوو په مرسته د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې پوره نفوذ کړی دی.

په سر مقاله کې راغلي چې داعش په دغو ولسوالیو کې تر یوې اوږدې جګړې ورسته د طالبانو ټغر ورټول کړی دی او دغه ډله په کې حکومت کوي.

خو د سر مقاله لیکونکې په وینا چې سیمه ییز حکومتي چارواکي هم د رسنیو دنده تر سره کوي او د جګړو راپورنه ورکوي.

د سر مقاله لیکونکې خبره دا ده؛ که دولت نه غواړي چې داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي او افغانستان ته یو بل پردی جنګ راوړي؛ نو د داعش هر فعالیت باید په همغه لومړیو کې شنډ کړي.

د سرنوشت سر مقاله لیکونکی په دې برخه کې د دولت په ناسمې پالیسۍ شدید انتقاد کوي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ په حواله له ای. ایس. ای سره د امنیتي تړون په بدل کې د افغان حکومت یو شمېر چارواکي له پاکستان څخه د اویا میلیونه ډالرو په اخیستو تورنوي.

اطلاعات روز لیکلي چې فاروق وردګ له یوې تصویري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د ملي وحدت د حکومت درې لوړ پوړو چارواکو ای. اس. ای سره د امنیتي تفاهم لیک په بدل کې اویا میلیونه ډالره اخیستي دي.

د فاروق وردګ په حواله په دغه مطالب کې راغلي چې لومړي کس ۴۰ میلیونه، دوهم کس ۲۰ میلیونه او دریم کس ۱۰ میلیونه ډالره اخیستي دي.

که څه هم په دې برخه کې جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د اصلاعات روز په وینا ښاغلي وردګ ویلي چې دېر ژر به دقیق جزیات هم واضح کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم همدې موضوع ته اشاره کړې او په خپل یو مطلب کې یې لیکلي چې فاروق وردګ دغه تفاهم لیک د ګندمک تړون بللی او ویلي یې چې دا ملت یې هیڅ نه مني.

ویسا لیکي چې فاروق وردګ اجراییه رییس او د ارګ یو شمېر مشران په توطیه جوړولو تورنوي او وايي چې د خلق ډموکراټیک ګوند د وخت سیاسي ناندرې او جګړې اوس هم روانې دي.