کور / تازه خبرونه / د غزني پوهنتون استادانو ته سپکاوي کوونکي بايد مجازات شي

د غزني پوهنتون استادانو ته سپکاوي کوونکي بايد مجازات شي

هلمند مدني ټولنه: د غزني پوهنتون استادانو ته سپکاوي کوونکي بايد مجازات شي
د هلمند مدني ټولنې مشر او غړي يې وايي چې هغه مسؤلين دې مجازات شي او دندې يې بايد وځنډول شي چې، د غزني پوهنتون دوه استادانو ته توطيه جوړه کړې وه.
هلمند مدني ټولنه پر ولسمشر او د ملي امنيت په عمومي رياست غږ کوي چې ياده قضيه دې په جدي ډول وڅېړي او توطيه ګر دې قانون ته وسپاري.
دوه ورځې وړاندې د غزني پوهنتون دوه تنه استادان د فساد په تور د دغه ولايت د ملي امنيت د رياست لخوا ونيول شول، خو له پلټنو وروسته مالومه شوه چې ياد استادان د ولايتي شورا د يو وکيل له لوري د يوې جوړې شوې دسيسې قرباني شوي دي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، هغه کسانو سره دې قانوني کړنه وشي چې د غزني پوهنتون دوه تنه بې ګناه استادانو ته يې سپکاوی کړی.
همدرد وايي، که ولسمشر او د ملي امنيت عمومي رياست ياده قضيه په جدي ډول ونه څېړي نو دا به د استادانو پر شخصيت لوی ګذار وي.
د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، يوازې په بخښنه غوښتلو ياده قضيه نه شي هوارېدلی بايد پلټنه يې وشي او په توطيه کې ښکېل مسؤلين دې مجازات شي.
بل پلو د هلمند مدني ټولنې غړي هم په ټينګار له ولسمشر غواړي چې د غزني پوهنتون د ښوونکو پر شخصيت لګېدلو بې ګناه تورونو پوښتنه دې وشي.
د غزني پوهنتون دوه تنه استادان دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت د ملي امنيت له لوري د فساد په تور ونيول شول، له پلټنو وروسته مالومه شوه چې ښوونکي بې ګناه دي او د لګېدلو تورونو په اړه کوم کره اسناد پيدا نه شول.
داسې راپورونه هم ورکول شول چې، تورنو استادانو ته د چنګيز په نوم د ولايتي شورا د يو وکيل لخوا په دې خاطر توطيه جوړه شوې وه چې نوموړي ترې غير قانوني غوښتنه کړې وه.