کور / تازه خبرونه / پر ولسي جرګې حمله له رسنیو څخه د کندز محشر هېر کړ

پر ولسي جرګې حمله له رسنیو څخه د کندز محشر هېر کړ

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ترډېره د ملي شورا مخې ته د پرونیو چادونو او ډله يېزې حملې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پرون په کابل کې پر ولسي جرګې برید له رسنیو څخه د کندز محشر هېر کړ.

د سرمقاله لیکونکي په وینا که چارواکي پردې ګواښ هم د فیل پرشا ویده وي او د ستونزو د حل په برخه کې لازم ګامونه وانه خلي نو د هېواد دې الله مل شي.

په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې لویو هېوادونو سره امنیتي او ستراتېژیک تړونونه لرو،ولې مونږ په امن نه شوو او ویرونو کې پراته یو؟

ویسا دغه شان په یو جلا مطالب کې دغې رسنۍ سره د ولسي جرګې د یو شمېر غړو څرګندونې راخیستې دي.

په دغه مطلب کې هم د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکل شوي چې د کابل – واشنګټن امنیتي سند د ترهګریزو بریدونو او ناامنیو په کمولو کې مرسته نه ده کړې او د هېواد امنیتي وضیعت نور هم خرابه شوی دی.

ویسا د ولسي جرګې د غړو له خولې دغه شان لیکلي چې له ای ایس ای سره هم تفاهم لیک په هیڅ صورت کې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې خپله سرمقاله لیکلې ده.

د سرنوشت د سرمقالې لیکوال لیکلي چې هغه درې مهم کارونه چې اوس یې باید ولسي جرګه وکړي.

لومړی، د کورنیو چارو له وزیره د باور د رایې اخیستل، دوهم، له حکومته د ای، ایس، ای پر وړاندې د چوپتیا او د امنیتي همکاریو د تړون په تړاو د ځواب غوښتل او دریم دا چې له امریکا سره دې د امنیتي تړون په اړه له سره غور وشي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا ولسي جرګه باید د چوپتیا د ماتولو او دا شان بریدونو د مخنیوي لپاره دغه درې ګامه واخلي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې یو پوښتنه مطرح کړې چې د شدیدو امنیتي تدابیرو سره- سره ترهګرو څنګه وکړای شول چې ملي شورا ته ځان ورسوي ؟

د سرمقاله لیکونکي په وینا دې پوښتنې ته به وخت ځواب ووايي، خو وړاندې لیکي چې هر ځل چې دا شان کومه حمله کېږي او بې ګناه هېوادوال وژل کېږي مسوولان او د نظر خاوندان په امنیتي ارګانونو کې د بهرنیو استخباراتو د لاس پوڅو د شتون خبره کوي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا تر اوسه هیڅ یو داسې شخص د دغه جرم په تړاو عدلي او قضايي ارګانونو ته نه دی معرفي شوی.

د انیس سرمقالې لیکوال د کشفي او امنیتي سکتورله مسولانو غوښتي چې د داشان پېښو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او پرې نه ږدي، کوم محبوبیت او اعتماد چې امنیتي ځواکونو یې په ولس کې لري خدای مه کړه تر پوښتنې لاندې راشي.